دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې د افغان سوداګرو یوه لارۍ انځر سوزول شوي

په بلوچستان کې د افغان سوداګرو یوه لارۍ انځر سوزول شوي

تاند: (سې شنبه، د وږي ۷ مه )  د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، چېد پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان په انځرو یو بار موټر سوځول شوی دی.

د دغې خونې یوه مقام خان جان الکوزي ویلي، چې په دې پېښې سره افغان سوداګر ته شاوخوا درې لکه ډالره زیان رسېدلی.

سرچینه وايي چې داسې پېښې سوداګري او ترانزیت اغېزمنوي او بیا به سوداګر زړه ښه نه کړي چې په دې لارو خپل اموال انتقال کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت یوه مقام دا پېښه غندلې او له پاکستاني چارواکو یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. لومړی باید د پاکستان سره په نړیوال تجارتی قرارداد باندې له سره کتنه وشي او بل دا چې دا ډول قضیی پښیدل لومړی ځل هم نده، د سوداګیری او بهرنیو چارو وزارتونه باید نړیوال تجارتی سازمان ته شکایت وکړی یا هند حکومت ته ووایو چې تاسې پدې موضوع کې نړیوالو ته شکایت وکړی ترڅو پاکستان اصلاح شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب