شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+زموږ د مځکې (کُرې) د مرګ سبب به څه وي

زموږ د مځکې (کُرې) د مرګ سبب به څه وي

مینه احمد

د مځکی په مرګ علم او دین دواړه باور لري. د بشر په تاریخ کې چې کوم دینونه راغلي، کابو ټولو د مځکي د پای وړاندوینه کړي. خو د دوی وړاندوینې مختلفې وې. مسحیت، اسلام او یهودیت هم په دې اړه خپلې وړاندوینې کړي دي.

اسلام د ځمکي د پای یادونه کړي او په قرآن کې دې ته اشاره شوي، د دې دنیا هر څه زوال لري، د محشر د ورځي په راتګ سره به په ځمکه کې د تودوخې درجه نهایت لوړه شي او یو غر به له بل غره سره ټکر وکړي.

خو علم هم په دې باور لري چې ځیني ګواښونه هره شېبه د ځمکي د مرګ لامل کېدای شي. دا له واقعیت څخه لرې نه ده چې د دې طبیعي پېښو له امله به زموږ وړه سیاره ځمکه یوه ورځ له منځه ولاړ شي او یا به هم په دې وړه سیاره کې د اقلیمي شرایطو د تغیر له امله ژوند پای ومومي.

هغه ګواښونه چې ځمکي ته متوجه دي او د ځمکي د مرګ لامل کېدای شي: هره شیبه له ځمکي سره د یوې بلې ډبرې د ټکر ګواښ موجود دی. په کال ۲۰۲۰ م کې هم د یوې ډبرې اټکل شوی و، چې کېدای شي له ځمکي سره ټکر وکړي. همدارنګه له دې وړاندي هم څو ځله د دې کار وړاندوینه شوي، خو تر اوسه پورې دا ډول پېښه نده رامنځته شوي.

ځیني وړانګي او سوپرنواونو انفجار هم د دې لامل کېدای شي، چې د ځمکي بقا له ګواښ سره مخ کړي او په دې سیاره کې ژوند ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه په یو میلیارد کلونو کې د دې اټکل شوی، چې د لمر د تودوخې اندازه ۶ سلنه نوره هم ډېریږي.

دا کار به د دې لامل شي تر څو په ځمکه کې نور د ژوند شرایط ختم شي او په ځمکه کې ژوند ته د پای ټکی کېښودل شي. د هغه ترڅنګ وړاندوینه شوي چې په راتلونکو ۶ میلیارده کلونو کې به ځمکه د ډېري تودوخي له امله وسوځي او په اېرو به بدله شي.

3 COMMENTS

  1. د ځمکی ، نظام شمس او ټولو مخلوقاتو نابودی ته چي اسلام ورته قیامت وایی ، ساینس یی هم تاییدوی ؛ په مختصر شان یو دلیل یی دا دی چي ځمکه او نور سیارات او اقمار کوم چي د لمر په شاوخوا راڅرخی، د لمر قوای جاذبه د لمر د داخلی تعاملاتو په وجه ضعیفه کیږی او تعادل دجاذبی قوی دِ لمر او دِ سیارو د فرار د قوی له مینځه ځی او مرکز یعنی لمر ، سیارات په خپلو مدارونو ساتلی نشی ، نو ضعف دِ مرکز سبب دِ فرار د سیاراتو او اقمارو ګرځی او بالاخره د خالق ذوالجلال د امر کُن ، سره فیکون کیږی او همدا ټکرونه د فضایی موجوداتو ،سبب دِ مرګ د ټولو ګرځی ،مګر دا نیټه انسان او ساینس نشی ټاکلی ۰
    خو د اسلام او ساینس علماوو تحقیقات او لیکنې خاصتاٙٙ تفسیر سورت تکویر د قیامت د ورځی پیښې او کله چی بحرونه ، اور اخلی یعنی هایدروجن سوځی او نور د علیم ذات قدرت او دقیقه برنامه
    حکیمانه بیانوی یعنی ساینس او علوم دین تاییدوی او هیڅکله هم ساینس د اسلام په وړاندی نه دریږی یا د خالق په مخلوقاتو کی داسی راز او اٙسرار نشته چي د الله ج او اسلام سره مخالف وی ۰

  2. د ګران ورور همت صاحب د فرمائش د تائید په دوام:
    د خلګو خبره، مَکسَد مهمه دا ده چی موږ او تاسی لدی کُری څخه په عزت او درناوی کډه بار کړو، نور نو کُره پوهیږی او سرنوشت ئی.
    بله خبره دا ده چی ځینی کسان پر دی دینی ادبیاتو خاندی ( العیاذ بالله ) چی مثلاً په جنت کی به د طلا قصرونه ځَل او بَل کیږی خو حقیقت دا دی چی د مځکی په هسته کی د دومره طلا شتون ( چی ممکن په هره سیاره کی شتون ولری ) د طلائی قصرونو د محتوم شتون پوښتنه حل سویده.

  3. سلامونه،
    د آغلې مینه احمد اوورورمحترم ډ.صاحب همت په تایید
    دا سیلاوونه، زلزلې، دځنګلونو اور لګیدنې؛ اټومي چاودنې ( هیروشیما، ناګاساکي ؛ چرنوبیل ….) ، قتلونه؛ بمورئ ، ا.د.ن….آد چا خبره د قیامت کوچني علایم دي ؛او هماغسې څې ډاکټر همت اشاره کړې د کریم قرآن په التکویر او نورو سورتونو کې لکه آلقارعه ،الزلزال ..کښې په تفصيل ذکر شويدي چې قیامت حتماََ واقع کیدونکی دی ؛
    د نورو دوستانو خو به د هر چا خپل نظر اوپوهه وي خو زه د انسانانو په دې وروستوینو! او وړاندوینو!! باور نلرم چې نپوهیږم دونه ملیارده کلونه مخکې داسې و یا بګ بنګ سوی دی؟ او لمر به ۶ بلیونه کاله وروسته داسېی او یا هاسې کیږي؟؟ الغیب عند الله!
    بس د الله ج. امر دی ؛ اذا جآء امرهُ لا یستاخرون ساعتاََ و لا یستقدمون .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب