جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور ادعا ته د طالبانو...

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور ادعا ته د طالبانو د استخباراتو د مشر غبرګون

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د طالبانو د استخباراتو لوی رئیس مولوي عبدالحق وثیق په یوه کم ساري اقدام کې د یوې اعلامیې له خپرولو سره په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور ادعاوې رد کړې دي.

نوموړي په دې اعلامیه کې ویلي، چې دغه ادعاوې د دوی خلاف تبلیغات دي او واقعیت نه لري.

ملا وثیق له نړیوالو غوښتي، چې د ده په ټکیو په داسې تبلیغاتو تېر نه وځي او باور پرې ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو د واکمن رژیم تر ټولو نږدې ملګری هېواد پاکستان د دوی خلاف ورته تورونه په مکرر ډول تکراروي او نن یې دا تورونه د صدراعظم شهباز شریف لخوا هم پورې شوي.

په افغانستان کې واکمن طالبان بیا ردوي، چې ګواکې پاکستاني طالبانو او نورو ډلو ته یې پناه ورکړې او هغوی د خپلو موخو لپاره له افغان خاورې استفاده کوي.

3 COMMENTS

  1. دا تبلیغات خو ملاګیه له هغه ځایه کیږې چیرې سي تاسي لوطي مدرسې ویلې. له کافرستانه چیرې سي تاسي د پنجاب ملي سرود ته لاس په سلام ولاړ واست. که چیرې تاسي د پنجاب کافرستان غلامان نه یاست نو مخامخ دغه خبره خپل بادار ته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...