Homeخبرونهپه کابل کې په ۲۰ میلیون ډالره پانګونې د درمل جوړونې نوي...

په کابل کې په ۲۰ میلیون ډالره پانګونې د درمل جوړونې نوي شرکت فعالیت پیل کړ

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د لایف پرل په نوم د درمل جوړولو یوه نوي خصوصي شرکت، چې ۲۰ میلیون امریکايي ډالره پرې پانګونه شوې، نن (پنجشنبې) پرانیستل شو.

د لایف پرل شرکت مسوولانو وویل چې دغه شرکت د شاوخوا ۵۰ ډوله درملو په تولید سره فعالیت پیل کړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر عبدالباري عمر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې حاضردمه په ټول افغانستان کې د درملو ۷۷ شرکتونه فعالیت لري.

له دې پرمختګ سره سره افغانستان لا هم له ګاونډیو هېوادونو او د سیمې له هیوادونو څخه د درملو په وادراتو تکیه لري.

عموماً افغانان د درملو پر ټیټ کیفیت او لوړ نرخ اندیښنه څرګندوي او په درملتونونو کې د کیفیت لرونکي درملو نشتوالي له امله د پام وړ ننګونې په ګوته کوي.

همداراز ډېری افغانان وايي چې په هیواد کې د وارداتي درملو د ګیفیت د خرابوالي له کبله د معمولي ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

1 COMMENT

  1. GOVERNMENT MUST HARDLEY GIVE PUNISHMENT TO WHO BRING MEDICATION FOR PAKISTAN
    PAKISTAN IS A FAKE COUNTRY/FAKE MEDICINE AND FAKE DOCTORS.
    MY DEAR AFGHANS PLEASE AVOIDE USAGE OF PAKISTANI MEDICATION&TREATMENT.
    AND MINISTERY OF HEALTH MUST WARNING AND CLOSE ANY PHARMACY WICH USE PAKISTANI MIDICINE
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...