جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف: له ګاونډیو هیوادونو حملې د پاکستان پر ضد د دسیسې...

شهباز شریف: له ګاونډیو هیوادونو حملې د پاکستان پر ضد د دسیسې برخه دي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پوځ، پولیسو او ملکي کارکوونکو پر ضد د وسله والو حملې زیاتې شوي دي. هغه دا بریدونه د پاکستان پر ضد یوه منظمه دسیسه وبلله.

ښاغلي شریف د چهارشنبې په ورځ (۳ اسد/جولای۲۴) د کابینې په غونډه کې وویل چې د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، چې دا د منلو وړ نه ده.»

د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې، شریف وویل، «څنګه ممکنه ده چې موږ دلته د دوی د میلیونونو کسانو کوربه توب وکړ، پرته له کوم شکایت څخه، موږ له دوی سره د خپلو وروڼو په څیر چلند وکړ او هیڅکله موږ هغوی د ځان پېټی ونه بلل، مګر په مقابل کې يې زموږ پر اتباعو د ټي ټي پي د بریدونو انعام راکړ چې په هیواد کې سوله او تجارت ګډوډ کړي. دا د نه منلو ده.»

ښاغلي شریف زیاته کړه، «موږ به د هېواد، بې ګناه خلکو او د خپلو وسله والو ځواکونو پر وړاندې دا ډول کړنې ونه زغمو.»

ده همداراز وویل چې تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له حکومتي چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کړې وې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي شریف د نویو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د عزن استحکام په نوم به په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي خو پښتنو مشرانو، چې د پاکستان د تېرو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې ډېرې مرګ ژوبلې او تاوانونه لیدلي، د نویو عملیاتو په پیلېدو سره مخالفت ښودلی دی.

3 COMMENTS

  1. ټي ټي پي خپله « میډن پاکستان ګورنمنټ » ده ، پرون ستاسو مشهور ملا فضل الرحمن وفرمایل چې پاکستان څلوېښت زره پاکستاني ټالبان د جمهوریت او نړیوالو ځواکونو پرضد افغانستان ته واستول .
    اوس چې په افغانستان کې اسلامي دولت جوړشویدی ، نور نو دغو جنګیالیو ته هلته ضرورت نشته ، دوی به ضرور د پنجابیانو پرضد جهاد کوي . ځکه تاسو مونږ ته اسلامي نظام غوښټ ، اوس هلته هم دا نظام غواړي . بنا د دري ژبې د ضرب المثل په اساس « خود کرده را درد است ، ولې درمان نې » . اوس تاسو د افغانستان د ملي حاکمیت او مځکني تمامیت پرضد د خپلو روزل شویو جنګیالیو له اعتراض سره مخامخ یاستئ . د هغوی کورونه ستاسو په هېواد کې دي ، هلته اوسي ، او هلته خپل مقدس جهاد پرمخ وړي .
    افغانستان دومره مالي او نظامي توان نه لري ، چې ستاسو مخالفین تقویه کړي او یا یې دلته وساتي . له کرښې د دغو مسلحو کسانو اوښتل زما په نظر ناممکنه کار دی .
    تاسې صرف غواړئ د خپل بام واورې په افغاني لوري واچوئ ، د خپل ولس او نړیوالو پام بلې خواته واړوئ او د خپلو امنیتي ځواکونو ناکامي پټه کړئ . اکرم منیر په نیویارک کې او ګل خان آصف درانی ، زهرا بلوچ په پاکستان کې شپه او ورځ سورڼۍ غږوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پناه ځایونه لري .
    تاسې د پښتنو او بلوڅو ورونو له نارضایتي او مخالفت سره مخ یاستئ . له هغوی سره غیرعادلانه او ظالمانه ، غیر انساني چلند ستاسو په مقابل کې جهاد او مقاومت ته مجبور کړیدی . ان شاءالله چې پنجاب او مستعمرې به یې تجزیه کیږي .

  2. ستا په کوبه توب لعنت ستا نیکي لعنت. تاسي خو دې خاورې ته موزیان راواستول دالخواره مو راواستول هغه څوک مو تربیه کړل سي د خاورې په وراني کې محارت لري.😡

  3. انالباکستانه الی شرقیها و الی غربېها. یاره طالب جانه غلامي خو یو حد لري تاسو خو د غلامۍ نوم هم وشرماوه. دا شریف چې نه دماغي توازن لري، نه په سیاست پوهیږي او نه سړیتوب بیا هم په تاسو تور لګوي خو تاسو ددې لیوني جواب هم نلرئ ملامته نه یاست بیا مو ښځې او بچي راشړي او تاسو هم ښځو ته نه ورپریږدي. رښتیا ستاسو ښځې پنجابي ملګري لري او تاسو هلکان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب