یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد دوشي - بامیان د برېښنا د مزو غځولو چارې بیا پیلیږي

د دوشي – بامیان د برېښنا د مزو غځولو چارې بیا پیلیږي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، حکومت یې نه یوازې دا چې د دوشي – بامیان د برېښنا نیمګړې پروژه بشبړوي بلکې سږ کال څو نور بندونه جوړ کړي.

د دوشي – بامیان د برېښنا د مزو د غځولو قرارداد په ۱۳۹۵ کال د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال لاسلیک شو خو د ځینو ستونزو له امله دا پروژه بشپړه نه شوه. هماغه مهال «روشني» غورځنګ له دې پروژې سره مخالفت کاوه او ټینګار یې کاوه چې د ترکمنستان د برېښنا مزي دې د بامیان په ولایت کې تېر شي. د روشني غورځنګ اختلاف دا پروژه ډېره وځنډوله.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، د اوبو او بريښنا سرپرست وزير عبداللطيف منصور د باميان ولايت له والي سره په کتنه کې د دغه ولایت د نیمګړو پروژو د بیا پیلولو ژمنه وکړه.

ده وویل چې په بامیان کې د اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ باید د دوشي – بامیان د برېښنا د مزو پروژه هم پیل شي او د اوبو د ستونزې د حل لپاره دې د بندونو پر جوړولو کار وشي.

د ۱۳۹۵ لمریز کال په پسرلي کې د تېر جمهوري حکومت او اسیايي پراختیايي بانک د قرارداد له مخې ټاکل شوې وه چې د بغلان ولایت له دوشي ولسوالۍ څخه بامیان ته د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا ولېږدول شي.

تمه ده چې دغه پروژه د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته په دریو کلونو کې بشپړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب