یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهحقاني وايي، د کورنیو چارو وزارت ۲۳۰ زره پولیس لري

حقاني وايي، د کورنیو چارو وزارت ۲۳۰ زره پولیس لري

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي چې د دوی حکومت لږ تر لږه ۲۳۰ زره پولیس لري.

حقاني وویل چې د دغو ځواکونو د مسلکي کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې حقاني په کابل کې په یوه غونډه کې د پولیسو د شمېر یادونه وکړه او ویې ویل چې هغوی د امنیت په ټینګولو کې لوی رول لوبوي.

له بلې خوا د طالبانو د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق وايي، په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه او فعالیتونه نشته چې نړیوال سازمانونه یې په اړه راپور ورکوي.

ده نن (پنجشنبې) د کورنیو چارو وزارت له لوری د «مجاهدینو او مجاهدینو د امنیت» په نوم غونډه کې، ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د تروریستي دلو مرکزونه نه شته بلکې افغانستان د هغو ډلو ښکار دی چي مرکزونه يې په ګاونډيو هيوادونو کي دي.

ده د کوم هېواد نوم ياد نه کړ خو ویې ویل چې په افغانستان کې د هغو ډلو لپاره کوم مرکزونه نشته چې د ځينو نړيوالو سازمانونو په راپورونو کې يې يادونه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب