یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهایران له طالبانو وغوښتل چې په کمال خان بند کې بدلون راوړي

ایران له طالبانو وغوښتل چې په کمال خان بند کې بدلون راوړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بُزرګزاده وايي چې د ایران د اوبو د حق په اړه د اسلامي جمهوریت د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې نوي پړاو ته رسیدلي دي.

د ایران د دولتي خبری اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، ښاغلی بزرګزاده وویل: د ایران هیله دا ده چې د کمال خان بند بیا ډیزاین او په جوړښت کې بدلون راوړل شي.

دغه ایراني چارواکي ویلي د بند هغه خوا چې خلاصه ده هر کال پکې د سیلونو میلیاردونه مترمکعبه اوبه ضایع کېږي او حتي د افغانانو په درد هم نه خوري.

د هغه په ​​وينا، دغه عمل به سبب شي چې سيمه وچه شي، دوړې ډېرې او د چاپیریال ناورین رامنځته شي.

د ایرنا د راپور له مخې، عیسی بزرګ زاده طالبانو ته وړاندیز وکړ چې له فرصته ګټه پورته کړي او د سیمې د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره چې د کمزوري اقتصاد او دوړو تر فشار لاندې دي، ګډ پلانونه جوړ کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د روان کال په جون میاشت کې تایید کړې وه چې د افغانستان له لوري دغه هېواد ته تر ۳۰۰ میلیون متر مکعبه زیاتې اوبه ورکړل شوې دي.

روانه اوونۍ د ایران ایرنا خبري اژانس د نورو ایراني چارواکو له قوله وویل چې ایران ته د اوبو بشپړه برخه ورکړل شوې او تمه لري چې دا بهیر د کال تر پایه دوام وکړي.

کاظمي قومي ویلي، چې د کمال خان بند د تاج د نه ترمیم له امله د اوبو یوه برخه مالګې ته تللې او له کبله یې د ایران د اوبو یوه برخه دغه هیواد ته نه ده رسیدلې.

د ایران د اوبو د صنعت ویاند دا تازه څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو حکومت په هرات ولایت کې د سلما بند اوبه په لومړي وار د څلورو ولسوالیو د کرنیزو مځکو د خړوبولو لپاره خوشي کړې.

ایران د سلما بند پر جوړېدو هم اعتراض درلود او د جمهوري حکومت په مهال یې د دغه بند د ویجاړولو څو هڅې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب