یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد عمران خان پلویانو د هغه د خوشې کېدو لپاره د نه...

د عمران خان پلویانو د هغه د خوشې کېدو لپاره د نه خوړو اعتصاب پيل کړی

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳ مه) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړو د دغه هېواد د پارلمان مخې ته د  خپل بندي رهبر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د نه خوړو اعتصاب پيل کړی.

دوی ویلي، چې د عمران خان تر نه خوشې کېدو به دغه اعتصاب ته دوام ورکړي.

عمران خان او د ګوند یو شمېر نور مشران یې په بېلابېلو تورونو بندیان دي او د ګوند فعالیت یې منع اعلان شوی.

نوموړي او پلویانو یې د دوی خلاف بندیزونه او اقدامات غیر قانوني ګڼلي او ویلي، چې واکمن حکومت د پوځ په مرسته د دوی خلاف سیاسي او سلیقوي اقدامات کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند بیا په تازه څرګندونو کې د تحریک انصاف ګوند خلاف د دوی د اقداماتو ننګه کړې او ویلي، چې یاد شوي ګوند عامه نظم خراب کړی و، ځکه یې پر وړاندې جدي چلند شوی.

ویاند اوس هم تور پورې کړی، چې ګواکې عمران خان او پلویان یې د پوځ خلاف په خبرو او تبلیغاتو ترهګریزې کړنې سرته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب