یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد ارغندیوال شاهدي؛ حمید ګل په ارګ کې د رباني امنیتي سلاکار...

د ارغندیوال شاهدي؛ حمید ګل په ارګ کې د رباني امنیتي سلاکار و

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳ مه) د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د یوې انشعابي برخې مشر عبدالهادي ارغندیوال، چې د حامد کرزي او اشرف غني په کابینه کې وزیر و، خو اوس جلا وطنه شوی، په یوه نوې وینا کې ویلي چې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د استخباراتو پخوانی رئیس جنرال حمید ګل په ارګ کې د هغه امنیتي سلاکار و.

ارغندیوال، چې په یوه بهرني هېواد کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر د شهادت په اړه غونډې ته وینا کوله، پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی دښمن وباله او ویې ویل، دی شاهد و چې له یوه پلوه یې حمید ګل په ارګ کې رباني سره مشورو ته کینولی و او جګړې ته یې هڅاوه او بل لور ته د پاکستان د استخباراتو نور کسان په چهاراسیاب کې له ګلبدین حکمتیار سره ناست وو او د جګړې مشورې او لارښوونې یې ورکولې.

ارغندیوال، چې هغه مهال د ګلبدین حکمتیار له نږدې کسانو څخه و، له نوموړي سره د پاکستاني استخباراتو د موجودو کسانو نومونه نه دي اخیستي.

هغه په عین حال کې د لر و بر یو افغان شعارونه ورکړي او له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه یې ملاتړ څرګند کړی.

د رباني او حکمتیار پلویانو د ارغندیوال څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوسنیو واکمنو طالبانو منتقدان د دوی رژیم هم د پاکستان د استخباراتو د مخکیني رئیس فیض حمید په لاس جوړ شوی ګڼي او په دې اړه د جمهوري نظام له سقوط وروسته کابل ته د هغه سفر او له مغرورانه انداز سره یو عکس خپرول یې د دلیل په توګه یادوي، خو طالب چارواکي دا ډول قضاوتونه او له پاکستان څخه اطاعت بې اساسه ګڼي.

6 COMMENTS

  1. او اوس يي ته د پښتون ژغورني غورځنګ ته ور وليږلي چي د پښتون ژغورني غورځنګ بدنامه کړي نا چي لسيزي د ګلبدين په اړخ کي افغانستان وجاړه وه او له حميد او نورو پاکستامي جاسوسانو سره په ګډه د افغان اولس په ضد جنګيدي نو افغان اولس د تا او د رباني هيڅ توپير نشته اوس چي جمهوريت خراب شو او ستا چوکي له منځه لاړه د ملا رباني له زويه او شمالي ټلوالي سره په يوه کابينه کي ناست وي خوله د ټپه نيولي وه چي حميد ګل د رباني اميتي سلاکار وو. تاسو جهاديانو ته بايد په هيڅ غونډه ځای در نکړل شي.

  2. Afghanistan My Homeland

    ا نحلال اردوی ملی افغانستان درجولای سا ل ۱۹۹۲ مطالعه فرمائید.
    پرتوکول اول در مورد انحلال اردوی جمهوری افغانستان میان برهان الدین ربانی رئیس جمهور حکومت مجاهدین و جنرال وحید لوی درستیز پاکستان :
    شماره کود رسمی : (000458 – PLHC- 222/ 14000/PO) اسلام آباد پاکستان : ۷ جولای ۱۹۹۲ میلادی :
    فشرده پرتوکول را اينجا بخوانيد:
    ۳- تسلیم دهی راکت های اسکات به جمهوری اسلامی پاکستان که از طرف شوروی برای اردوی جمهوری دموکراتیک افغانستان داده شده بود . شوروی دیگر حاضر نیست که مواد سوخت و بقیه لوازمات آنرا به افغانستان کمک کند و از جهت دیگر پاکستان علاقه ندارد تا این راکت ها توسط تنظیم های که مورد حمایت جمهور اسلامی ایران در افغانستان میباشد و تسلیم دهی آن به کشور ایران صورت گیرد.
    ۴- تسلیم دهی تماما طیارات جیت های جنگی فعال و غیر فعال طیارات ترانسپورتی فعال و غیر فعال هلیکوپتر های فعال و غیر فعال قوی هوایی که توسط شوروی برای اردوی جمهوری دموکراتیک افغانستان توزیع گردیده بود و تسلمی آن به ارتش جمهوری اسلامی پاکستان.
    5- انعده وسایط های زرهدار فعال و غیر فعال که شامل تانک ها ،زرهپوش ها ، و عراده جات ثقیل که اردوی جمهوری افغانستان مورد حمایت شوروی داشت تسلیم دهی ان به ارتش جمهوری اسلامی پاکستان.
    6- در تشکیل جدید اردوی حکومت اسلامی افغانستان مشاورین نظامی ارتش پاکستان برای تعلیم ، تربیه و آموزش نظامی به پرسونل اردوی حکومت اسلامی افغانستان شامل این پروتوکول بوده و بعد از امضا ء طرفین مدار اعتبار است.
    ۵- انعده وسایط های زرهدار فعال و غیر فعال که شامل تانک ها ،زرهپوش ها ، و عراده جات ثقیل که اردوی جمهوری افغانستان مورد حمایت شوروی داشت تسلیم دهی ان به ارتش جمهوری اسلامی پاکستان.امضا ء طرفین مدار اعتبار است.باشد.
    8- حکومت اسلامی پاکستان همچنان به خود اجازه نمی دهد تا جمهوری اسلامی ایران همانند هند در مسایل سیاسی، نظامی حکومت اسلامی افغانستان مداخله نماید.
    ۹- افسران عالی رتبه ارتش پاکستان این را بخود اجازه می دهد که بدون کدام ممانعت هر وقت و هر زمان در تعینات افسران عالی رتبه اردوی اسلامی افغانستان نقش بارز داشته و از صلاحیت های خود میداند.
    ۱۰- این پرتوکول بعد از امضا ء نخست وزیر جمهوری اسلامی پاکستان جناب نواز شریف و برهان الدین ربانی ریس جمهور اسلامی افغانستان منحیث سند رسمی اعتبار داشته و دارایی ۱۰ ماده که درج این پرتوکول است مورد قبول و تایید مقامات عالی رتبه طرفین میباشد.
    محل امضا
    نواز شریف صدراعظم جمهوری اسلامی پاکستان.
    ۷ جولای ۱۹۹۲ میلادی.
    اسلام آباد پاکستان
    محل امضا
    برهان الدین ربانی ریس جمهور اسلامی افغانستان.
    ۷ جولای ۱۹۹۲ میلادی
    اسلام آباد پاکستان.ر
    کاپی
    از. جنرال طاوس

  3. د دغو ټولو شا ته پټ صبغت الله مجددي ؤ چه لس کاله په قرغه کې زما ګاونډی ؤ، تر بېخه یې پېژنم!

  4. انا لله وانا اليه راجعون دا ډیر بد خلک دی د انسانانو او مسلمانانو پر نوم تور داغ دی د الله ج پر عذاب د مبتلاء وی همیش.

  5. دا چې، د افغانستان وسلوال پوځ له تجهیزاتو سره یې څه وکړل ملي خیانت وو، خو تر هغه بل لوى خیانت د دغو اوباشو په وخت کې د هیچا د مرګ پوښتنه نه کیده، د هیچا ناموس خوندي نه وو، د هیڅ افغان په مال صرفه نه کیده، او بلاخره د هیچا ژوند خوندي نه وو. دغو خلکو عمومآ د خپل اقتدار په وخت کې له ولس سره د ټوپک او پاټک په ژبه خبري کولئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب