پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهشېخ ندیم: د پوهنتونونو نوی نصاب مو جوړ کړ

شېخ ندیم: د پوهنتونونو نوی نصاب مو جوړ کړ

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم ویلي، چې د پوهنتونونو لپاره نوی تحصیلي نصاب جوړ کړل شوی.

هغه یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په نوي نصاب کې ورځینیو اړتیاوو ته ډېر ځای ورکړل شوی او پخوانی نصاب تر ډېره بدل شوی.

سرچینې په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو ادعا یې کړې چې په نوي نصاب کې د کار مارکېټ اړتیاوو ته پاملرنه شوې ده.

شېخ ندیم، چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله له تر ټولو نږدې کسانو او تر ټولو افراطي طالب چارواکو څخه ګڼل کیږي، ډېرو کړنو ته یې د افراطي هغو نوم ورکړل شوی.

ګومان کیږي، چې هغه د تحصیلي نصاب د بدلون په نوم له پوهنتونونو څخه د مدني حقونو او پرمختګ اړوند مضامین ممکن لیرې کړي یا کم کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...