یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهملایعقوب مجاهد د طالبانو په منځ کې د بې اعتمادۍ پر پای...

ملایعقوب مجاهد د طالبانو په منځ کې د بې اعتمادۍ پر پای ته رسیدو ټینګار وکړ

تاند ـچهارشنبې، د اسد ۳ مه) د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د طالبانو د غړو ترمنځ د بې باورۍ او داخلي تخریب پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

ده پرون (سې شنبې) په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، «زموږ دښمنان هڅه کوي چې زموږ په منځ کې بې باوري رامنځته کري او دا ذهنیت باید له منځه یووړل شي.»

تر دې وړاندې د طالبانو عمومي مشر ملاهبت الله اخوندزاده هم د مې په میاشت کې د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو په وړاندې خبرداری ورکړی و.

اخوندزاده د طالبانو پر غړو هم غږ کړی چې پر یو بل د خلکو له نیوکو ډډه وکړي.

طالبانو په پرله پسې ډول د خپلو جګپوړو غړو او مشرتابه په منځ کې د پام وړ اختلافاتو موجودیت رد کړی او ټینګار کوي چې د دوی ټولې کړنې د مشر لارښوونې تعقیبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب