یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د واده، طلاق او بې واده خلکو شمېر

په پاکستان کې د واده، طلاق او بې واده خلکو شمېر

پاکستان کې په تېرو ۶ کلونو کې د بې واده کسانو شمېر ۵۲ لکو ته لوړ شوی، 

خبریال: داودجبارخیل 

د پاکستان د احصایې د ادارې د سرشمیرنې له مخې،  په ۲۰۱۷ کال کې د په دغه هیواد کې د بې واده کسانو شمېر ۳۷.۳ میلیونه وو. له بې واده څخه منظور هغه کسان دي چې د واده عمر یې تېر شوی دی.

د احصایې د ادارې د راپور له مخې په پنجاب کې، چې نفوس یې تر ټولو ایالتونو زیات دی، د بې واده کسانو شمېر ۲۳۶ لکه، په سند کې ۹۵ لکه ۸۶ زره، په خیبرپښتونخوا کې ۶۶ لکه ۷۲ زره، په بلوچستان کې ۲۱ لکه ۸۱ زره دی. په پلازمېنه اسلام اباد کې ۴ لکه ۸۶ زره دی.

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د واده شویو کسانو شمېر ۹۴.۵ میلیونه دی او په تېرو ۶ کلونو کې د واده شویو کسانو شمېر ۱.۴۲ میلیونه زیات شوی دی.

د رپور له مخې، په وروستۍ سرشمیرنه کې د طلاق شوو او کونډو ښځو په شمیر کې کمی راغلی دی، د طلاق شویو میرمنو شمیر ۴ لکه ۹۹ زره دی، حال دا چې په ۲۰۱۷ کال کې د طلاق شویو میرمنو شمیر ۵ لکه ۱۵ زره وو.

د احصایې ادارې دغه راپور د ۱۵ کلونو او تر هغه پورته عمر لرونکو کسانو د معلوماتو پر بنسټ ترتیب کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب