دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعګنهګار ادرس / عصمت قانع

ګنهګار ادرس / عصمت قانع

خدای دې سندرغاړی حضرت باز کاکا په جنت کړي، د شرقي افغانستان د مېلو، ساتېریو، مجلسونو او محفلونو ډېرې خاطرې ورسره وې.

زما لپاره یې د افغانستان د شرقي پرګنو د پېژندګلوۍ او معرفت د سرچینې حیثیت درلود، خورا ګپي سړی وو.

دده د خولې یو مشهوره وینا ده، راته ویل یې، پښتون چې دسترخوان ونه لري وینه یې د پښتانه نده. په پېښور کې مې د مرحوم مولوي خالص په دفتر کې ولید، ګپ یې خوند را کړ.

د خالص صاحب خصوصي انډیوال وو او هره میاشت به یې مخصوص کمک ورسره کاوه. د مازدیګر خواته چې به د اوړي په تودو ورځو کې د ناصر باغ د لویې ویالې غاړو ته خلکو کټونه را و اېستل، نو حضرت باز کاکا به هم د عبدالرحمن اور په مرسته د کچه ګړۍ له لارې د ناصر باغ د لویې ویالې غاړې ته د قدم وهلو لپاره راووت.

په خلکو کې یې د چرګ مې حلال کړ، سینه یې وخوره پتون پرېږده، دلته قدم کېږده نجلۍ دلته قدم کېږده، سندره مشهوره وه، چې چا به ولیدو د چرک د سندرې یاد به ورته تازه شو. همدارنګه د عبدالرحمن اور اواز لا د خلکو په غوږونو کې د شاتو څاڅکي څڅول. یوه سندره یې د ډېرو خلکو په یاد وه: شاه زار هلکه د ملازو هلکه + هلکه توره دې لونګۍ چنار دې ونه شاه زار هلکه.

زما لپاره به د پېښور مازدیګر د حضرت باز او عبدالرحمن اور په وجه رنګین او لونګین وو، هر مازیګر به د بورد پر غاړه ورته ولاړ وم.

کله چې به مې اور او حضرت باز کاکا پیدا کړل، نو سمدستي به مې تر لاس ونیول او د ناصر باغ د سړک پر غاړې به مې خپلې کوټې ته وخېژول. کله به مې د ګوړو په شربتو او کله به مې هم په شنو چایو چې د چارسدې ګوړه به ورسره ملګرې وه د باز کاکا او اور صاحب تواضع کوله.

دوی به د جلال آباد د کامې، شګۍ، اسد آباد، ښیوې، کږې او هسکې مېنې د مېلو او مجلسونو کیسې کولې. د څوکۍ د مازدیګري خبرې د لغمان د مېلو او مجلسونو او بالاخره په منظومو داستانونو کې د سوځېدونکي عشق، ناکرارې مینې او د مینې پر لار د قربانیو او ځان بایللو له هېښ او حیرت څخه د ډکو واقعاتو او حادثاتو د بیان مجلسونه او بیانونه کول. باز ګل کاکا د یونس پېغمبر کیسه منظمومه زده کړې وه او راته ویله به یې او بیا د عیسی(ع) پېغمبر منظمومه کیسه یې هم په مترنم غږ کې راته اورووله:

عیسی وو پېغمبر

استازی د اکبر

داخل په هدیره شو د زاړه قبر ترڅنګ

دیره وو یو ملنګ

یاله زار، قربان او …

د شرقي افغانستان د ټولو مشاهیرو، سترو سټو، لوړ همته عالمانو، سیاست مدارانو، شاعرانو، لیکوالو او فرهنګپالو عناصرو په باره کې به یې خوږې کیسې راته کولې. د شاهي رژیم د وروستي صدراعظم محمد موسی شفیق لخوا ورته سوغات شوی ((سوار پریما)) ساعت به یې په لاس وو او موږ ته به یې ویل، چې دا د صدراعظم صاحب د لاس نښه ده، کله چې له مصر څخه کابل ته راغی، نو دا ساعت یې ماته د سوغات په توګه راکړ.

د هېواد د بقا د حکیمانه شعور، فیلسوف ملنګ ګل پاچا الفت په باره کې به یې راته ویل، چې پاچا ملنګ عالم وو، په کڅ کې یې څو ځله میلمه کړی یم، تر اوسه پورې یې لا د مینې او محبت ګرمې لورینې نه شوای هیرولای.

باز کاکا به پردې ټولو کیسو او نکلونو برسېره موږ ته له خندا ډکې خاطرې بیانولې. په ودونو او مجلسونو کې د کمیډي افسانو او کیسو انداز یې زړه ته راښکوونکی او له عبرت څخه ډک وو.

د سندرو ترڅنګ د ټوکو ټکالو شفاهي بیان د افغانستان د شرقي سیمو د مجالسو، سیلونو او جشنونو یوه سنتي عنعنه وه. دغه عنعنه اوس شته، کنه؟ نه پوهېږم، خو چې وادونو ته ځم چندان یې نه وینم.

باز کاکا خپله یوه عجیبه خاطره چې د کومیډي او مسخرې تومنه یې درلوده راته بیان کړه، چې تر اوسه پورې مې په یاد کې پاتې ده. باز کاکا ویل، چې کونړ ته د واده لپاره بلل شوی وم، خورا دروند سېل وو. د ښادۍ خاوند نیمه شپه زه د خپلې نوې جوړې شوې ودانۍ یوې پاکې او ستره کوټې ته د استراحت لپاره راوستلم، پاکه بستره یې راکړه او پر بستر یې ښه پاکه رجایي راته وغوړوله.

سهار خواته قضای حاجت ډېر سخت په تکلیف کړم، حویلۍ ته راووتلم تشناب مې ونه موند. د حویلۍ په مېنځ کې د قضای حاجت رفع کول ډېر سخت راته تمامېدلو، ځکه چې د حویلۍ انګړ په ښکلو خښتو پوښل شوی وو. جرئت مې پیدا نه کړ، چې د داسې ښایسته حویلۍ په انګړ کې د تشو جواب چایو حاجت رفع کړم.

بالاخره بېرته کوټې ته راغلم، په کوټه کې یو بل ماشوم چې د واده سېل ته له پلار سره راغلی وو هم ویده وو. تدبیر مې وسنجاوه، له ځان سره مې پرېکړه وکړه، چې ماشوم به خپلې بسترې ته راوړم او زه به د ماشوم په بستره کې د تشو جواب چایو حاجت رفع کړم.

په ډاډه زړه مې ماشوم خپلې بسترې ته راووړ او زه د ماشوم په بستره کې د خپلې پړسېدلې مثانې په تشولو اخته او بوخت شوم. په ډاډه زړه مې مثانه تشه کړه او بېرته راغلم، چې ماشوم خپلې بسترې ته په غېږ کې یوسم.

کله چې مې ماشوم په غېږ کې راپورته کړ، څه ګورم، چې نه ګورم ماشوم زما په بستره کې غټ جواب چای کړی دی.

ما د ماشوم په بستره کې مثانه خالي کړې وه، خو ماشوم زما په بستره کې معده خالي کړې وه.

نن کله چې دا لیکنه کوم د نهمې عیسوي میاشتې شپږمه نېټه ده او پاکستان د هند له جمهوریت سره په جګړه کې د خپلې بریا په نامه د ملي دفاع ورځ نمانځي. پاکستان هڅه وکړه، چې د جګړې د تجارت له لارې د خپل معیشت او مدافعت په خاطر د ترورېزم په مرداریو د افغانستان خاوره ککړه کړي، خو برخلاف د ترورېزم سوټه د اسامه بن لادن په څېره کې د پنجاب په بستره کې په ایبټ آباد کې وموندل شوه.

نن د نهمې میاشتې پر شپږمه نېټه پاکستان د خپلې دفاعي پرپړې د حقیقتونو په لوستو کې دې ځای ته متوجه شوی دی، چې د پاکستان دفاع پخپله د پاکستان د داخلي بې ثباتۍ په ګونځو او کړکېچنو پېچومو کې ولټوي.

د پاکستان په برېښنایي میډیا کې نن یوه ستراتیژیست مبصر په ماته خوله اعتراف وکړ، چې د سیمې د بحران اساسي علت افراطیت دی او د افراطیت ګنهګار ادرس په خپله په پاکستان کې دی او پاکستان باید پر خپله خاوره د یاغي افراطیت دفاعي تدابیر وسنجوي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

2 COMMENTS

  1. قانع صیب ډیر په زړه پوری وو او ډیر می ورته وخندل ، خدای پاک مو تل ژوندی لره بریالی اوسی او تل داسی خوږی خاطری لیکی مننه

  2. قانع صیب په قلم دی برکت شه چه زمونږ تیر یادونه دی را تازه او زمونږ د ولسی فلکلور او کلتور ځلانده څیری دی را یادی کړی . دوی واقعا هغه مخکښ ولسی هنرمندان وه چه تل به یی د خلکو په خولومسکا او خندا را برسیره کوله. دا هغه طلایی وختونه وه چه ولس دباروتو د ناپاکه دود، جنګ او ورور وژنی ناپاکو مفاهیمو سره نا اشنا وه . سوله وه ، ټیکاو وه او خلکود ژوند نه خوند اخیست.
    ددوی یادونه دی تل ځلانده وی
    کبیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب