جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د دُرو وهلو مخالفت د اسلام بې احترامي او د نړيوالو...

مجاهد: د دُرو وهلو مخالفت د اسلام بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت دی

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د شرعي حدودو د تطبيق په نوم د تورنو کسانو له مجازات کیدو څخه دفاع کړې او په دې اړه د نړيوالو اعتراضونو ته ېې توند غبرګون ښودلی.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي:«د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت دی.»

مجاهد زياتوي، هيوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي چې د دوی له ادرس څخه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په له بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پرته د طالبانو دغه ګامونه د افغانانو له مخالفتونو سره هم مخ شوي دي.

طالبانو په وروستيو کې په لوګر، تخار، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د مختلفو جرمونو په تور د ګڼو کسانو د دُرو وهلو خبر ورکړی.

د دغو سزاوو منتقدین، په عام محضر کې داسې سزاوې د بشري حقونو نقض او په ټولنه کې د وحشت خوريدو دوام بولي.

طالبان بيا داسې سزاوې د اسلامي شريعت د تطبيق او جرمونو د ختمېدو لپاره اړين ګڼي‌.

2 COMMENTS

  1. زه خو فقهی عالم نه یم ، چه دا په عام محضر دوری وهل ځومره ضرور دی ، مونږ په فقه کی فرایض ، واجبات او سنت او مستخبات او ان مباح لرو ، څوک داسی پرته له احساسات ویلی شی هغه هم په یو قوی سند سره چه وښیی جه ایا دا له کومو درجو د دینی احکامو څخه دی، له فرایض ، واجبات او سنت او مستخبات؟

  2. تراوسه په افغانستان کې یو قانوني شرعي او اسلامي حکومت نه دی جوړ شوی . د ټالبانو حمارت له ترور ، ډار ، اختناق ، وژلو زېږنده او عقدوي برخورد نه ډکه اداره ده . دوی لا تراوسه خپل رسمي او پېژندل شوی مشر نه لري . د پردې تر شا او یا پټ مخی شخص چې په زیات ګومان د آی اس آی کوم جنرال به وي ، د دوی زعامت په لاس کې لري .
    د ټالبانو اکثرا غړی او د ادارو مشران بېسواده ، له دینی ، اسلامي او شرعي حقوقو ، اصولو او احکامو بې خبره دي . د ټالبانو پولیس او سرتیري له ولس سره دښمنانه عمل کوي ، له خلکو نه په جبر او زور سره اقرار او اعتراف اخلي ، له کوم چا سره چې دښمني لري او یا هغوی ته چې د دوی غوښتنې و نه مني ، جعلي دوسیې جوړوی او بیا یې درنو ، توهین آمېزو جزاګانو ته برابروي چې په عام محضر کې یو بې ګناه انسان توهین او توبیخ شي .
    دوی غواړي د اسلام مقدس دین نړیوالو تر نظره وربد کړي او هغوی ته داسې دین معرفي کړي چې د ټولو کرکه ترې وشي . د ملا حقاني په خبره د مباح علم له برکته نړۍ اوس ډېره کوچنۍ شوېده ، په څوثانیو کې د نړۍ له یوه کونج نه بل ته هر خبر رسیږي .
    بنا تر هغو چې یو لیکل شوی او ټولو ته منل شوی اساسي قانون نه وي جوړ شوي ، پوه او مسلکي کادرونه د جزا او عدلي چارو د عملي کولو لپاره نه وي روزل شوي ، په عام محضر کې د ولس له خوا یو پوه او پېژندل شوی شخص د هېواد د مشر په توګه نه وي انتخاب شوی ، باید داسې مجازات معطل کړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب