سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد عمران خان د لاریونونو دوام؛ د نورو بریدونو خبرداری پرې ورکړل...

د عمران خان د لاریونونو دوام؛ د نورو بریدونو خبرداری پرې ورکړل شوی

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په داسې حال کې د حکومت پر ضد د لاریونونو د بیرته غځولو خبر ورکړی، چې د پاکستان امنيتي ادارو پر دغو لاريونونو د نورو احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی.

د عمران خان د تحريک انصاف ګوند یوه مشر اسد عمر ويلي، چې نن به ېې لاریونونه بيا تر راولپنډۍ ښار پورې ورسېږي.

له دې سره، راپورونه څرګندوي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې نومبر مياشتې په دوه ویشتمه تحریک انصاف ګوند ته د یوه لیک په استولو د دوی پر لاریونونو د برید خبرداری ورکړی.

 د تېرې اکتوبر مياشتې په ۲۸ مه د پنجاب په وزيراباد کې‌ د عمران خان پر لاریون ډزې وشوې، چې نوموړی پکې په نښه او پر پښه وویشتل شو.

 د ياد شوي برید ملامتي عمران خان د پوځ او استخباراتو د څو مشرانو په ګډون پر کورنيو چارو وزير او اوسني صدراعظم واچوله.

عمران خان ته د نورو بریدونو د خبرداري په لیک کې ویل شوي،چې دا ځل د القاعده، داعش خراسان او تحريک لبېک لخوا پرې د بریدونو خطر موجود دی.

تحریک انصاف ګوند د دغه خبرداري او له موجوديت سره یې د لاریونونو د دوام او نه دوام په تړاو څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. دا درې واړه ترهګرې ډلې او په لس هاو داسې نور ترورېستې ګروپونه د پاکستان د استخباراتو او پوځ د ملا تیر جوړوي. دوی ولې یوه ورځ په هیرا مڼډیي چپاو نه اچوي, ولې بې دینه پاکستاني جرنیلان نه وژني چې يوازې د پاکستان د حکومت سیاسی مخالفین او پښتانه وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب