Home+د سترګو د کمزورتیا د مخنیوي اسانه لارې

د سترګو د کمزورتیا د مخنیوي اسانه لارې

نننۍ ډیجټلي نړۍ په اسانۍ سره زموږ د بدن اساسي برخه (سترګي) اغیزمنوي. زموږ د سترګو دید په داسې ډول سره کموي، چې ممکن موږ پرې هیڅ پوه هم نشو؛ خو له سترګو به خلاص یو.

سردرد، د سترګو سوخت او وچوالی او د سترګو څخه د اوښکو او نم بهیدل د سترګو د کمزوري کیدو لومړۍ نښې نښانې دي؛ خو زموږ او ستاسې څخه ډیر خلک دا نښې بابیزه ګڼي.

د سترګو ناروغي هیڅکله هم ساده مه بولئ. سترګې د وجود هغه عضوې دي، چې که په وخت يې غم ونه خوړل شي، په تدریجي ډول له زوال سره مخ کیږي.

وخت نا وخت د سترګو ډاکتر ته ورتلل او د سترګو معاینه کول بې ګټې نه ده؛ خو دلته موږ تاسې ته ځینې داسې ګټورې طبعي لارې چارې در په ګوته کوو، چې ستاسې سترګې به د دید له کمزورۍ څخه وساتي.

۱ـ زیاتې اوبه وڅښئ.

په وجود کې د اوبو کمبود د سترګو ګاټي او د سترګو داخلې برخې وچې ساتي، چې ورسره د سترګو ناروغۍ پیدا کیږي.

د ورځې تر ۸ ګیلاسونو او یا هم تر دې زیاتې اوبه څښل سترګې پاکې، روغې او جوړې ساتي.
د یادونې وړه ده، چې د ډیرو اوبو څښل، د عمومي روغتیا، پوټکي نورې روغتیا لپاره هم ګټورې دي.

۲ـ تازه میوه او شنه سبزي:

شنه او تازه سبزي او میوه جات د سترګو غذايي اړتیاوې پوره کوي او د سترګو د کمزورۍ په وړاندې مبارزه کوې. تازه میوه او شنه سبزي د سترګو ناروغۍ په لویه کچه راټیټوي او د سترګو دید زیاتوي.

۳ـ د سمارټ فون او کمپیوټر د کارونې په وخت سترګو ته دمه ورکړئ.

په مکرر ډول د لیپټاپ او سمارټ فون کارونه سترګې ستړې او خربوي. د سمارټ فون، کمپيوټر او نورو الکټرونیکي وسایلو د استعمال په وخت سترګو ته دمه ورکړئ.

د ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ فارموله به تاسې سره مرسته وکړي، چې سترګې مو جوړې پاتې شي. دا فارموله ساده ده: هر ۲۰ دقیقې وروسته، ۲۰ فوټه لري، د ۲۰ ثانیو لپاره وګورئ.

۴ـ سیګرېټ څکول پریږدئ.

سیګرېټ څکول د سترګو اوبه ختموي او د سترګو وچوالی پیدا کوي. نو که غواړئ، چې سترګې مو روغې، ښکلې او قوي دید ولري، سیګریت مو همدا اوس مړ کړئ او بیا يې هیڅکله مه بلوئ.

۵ـ د لمر ضد عینکې په سترګو کوئ.

د ګرمۍ پر مهال د لمر تیزې وړانګې ستاسې سترګې په اسانۍ سره زیانمولای شي؛ خو که د لمر ضد عینکۍ په سترګو کړئ، سترګې به مو د لمر د زیان رسوونکو وړانګو څخه په امان وي.
د سترګو د دید لپاره ویټامین لرونکي خواړه حتمن په خپلو ورځنیو خوړو کې شامل کړئ؛ په ځانګړي ډول د A، C، او E ویټامین لرونکي خواړه ډير خورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...