سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+سوله؟ څه خېل سوله؟

سوله؟ څه خېل سوله؟

استاد سعدالدین شپون

لېوال صیب راغلی دی. تلفوني مو سره سوال ځواب شوی او که ده د خپلې ګڼې بوختیا له سره زنګون وکېښ، نو ودې شي چې زما سره به هم کوم وخت زما په جونګړه کي، په پوزه کي کښېني، په شړومبو او سوکړکو به ناری راسره وکړي. بله ورځ یې په ویاړ شام دروېشان دی که شب عرفان په نامه(یا به یې اوس نوم وربدل کړی وي) مجلس جوړېږي.

د دې ځای محلي شاعران هم ورځي، جهاني صیب هم که په سفر نه وي تللی ورته راځي .زیاتره پښتنانه چې دلته اوسي هم د زړه له کوفته شاعران شوي دي. خامخا به بسپنه هم ټولېږي، ځکه څه زهرو مرګ خواړه څښاک به هم ورکې وي. تاند کې مې د هغې د تنظیموونکي، ښاغلي سیمګر اعلان ولوست. د اورېدو له مخې به د غونډې مو ضوع په سوله کې د ادیبانو ونډه وي. زه به ورنشم تلی مګر دا مهمه موضوع ده او زه هیله من یم چې په دې یا یوه بل مجلس کې د سولې پر میکانیزم او شرایطو هم خبرې وشي. خپله خبره به د همدې امریکې په یوې انګېرنې سره توضیح کړم. دا د امریکا د خپلواکۍ د غورځنګ یو نومیالی، پېټریک هنري دی ، په کال ۱۷۷۵ کې چې لا یې ملک د برتانیې د استعمار د جغ لاندې دی وینا کوي(زه د دې وینا لوی ټکي را اخلم . چې ډاډه نه یم د لېوال صیب د مجلس د آهنګ سره به ولګيږي:

«نور نو د تشریفاتو وخت تېر دی. کانګرس ته داسې موضوع وړاندې شوې چې د ملک د تقدیر فیصله به کوي، او که زه په داسې وخت کې بیا هم له وېرې او یا د نورو وکیلانو په لحاظ خپل غږ اوچت نه کړای شم نو د خپل  ملک سره به مې جفا او د کایناتو د خالق سره خیانت کړی وي .

جنابانو! دا طبیعي ده چې بنیادم ځان په امېد وغولوي، د دردوونکي حقیقت نه سترګې پټې کړي او د شومې بږوې ساندې تر هغې واوري چې د بنده نه ځناور جوړ شي. آیا دا د داسې بنیادم سره ښايي چې د خپلواکۍ په مبارزه لګیا دی؟ آیا موږ دې د هغو بنیادمانو په ډله کې راشو چې سترګې لري غوږونه لري خو هغه  آفت نه لېدای، نه اورېدای شي چې د ده په موجودیت راپرېوځي؟ زما په نزد خو که څومره زما روح ورسره  په تکلیف هم شي ، زه حاضریم چې ټول حقیقت ته په رڼو سترګو وګورم او تابیه ورته ونیسم

ما سره یکي یو د لارې مشال دی او هغه تجربه ده. په را تلونکې باندې د قضاوت یکي یوه تله د هغې ماضي ته کتل دي، اوچې زه د برتانیې د تېرې لسیزي د پوځ سلوک ته ګورم د امېد دپاره دلیل نشته. د دوی موسکا زهرخند دی، مچه کول یې د مار دي، باور پرې مه کوﺉ جنابانو. خپلو عریضو او غوښتنو ته وګورﺉ چې حتی یوه یې اجرا کړې او پوره کړې ده؟ تیر وځئ مه ،دا ټول د غلامۍ سریزه ده، تسليمي ده.جنابانو زه وایمه چې غیر له تورې خلا صی نشته.

جنابان به سوله ، سوله نارې وهي، مګر سوله نشته. جنګ په حقیقت کې اوس لا شروع شوی. دا پېرته چې له شمال نه طوفان راالوځي،زموږ غوږونو ته به د وسلو کړنګار، د توپونو ګړزهار راولي. زموږ/ وروڼه لا دوخته جبهو کې دي، موږ ولې دلته وزګار ولاړ یو، نور څه غواړو؟

آیا ژوند په موږ دومره ګران، یا  سوله دومره خوږه ده چې د اتکړیو او مرییتوب په بیه یې باید واخلو؟  نعوذ بالله! زه نه پوهېږم چې دا نور جنابان کومه لار نیسي، خو تر کومه چې ما پورې اړه لري، نو یا آزادي راکړه، یا مرګ.

د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د جون په ۲۳ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب