یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماعامر خان؛ هندوان په خپل بګوان شکي کړي

عامر خان؛ هندوان په خپل بګوان شکي کړي

احمد شکیب احمدي –

د عامر خان تازه فلم pk په هندي سېنما کې نوی ځای یا ریکار خپل کړ. دا فلم چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر میاشتې پر ۱۹ نېټه بازار ته راووت. دې فلم تر اوسه نژدې سل ملیون امریکایي ډالر لاسته راوړي دي.

د پي کې فلم لارښود او چمتو کوونکی: راج کومار هراني دی.

راج کومار هراني په ۱۹۶۲ کال کې د نومبر میاشتی پر ۲۰ نېټه د هندوستان د ماراشترا ایالت په  ناګپور کې زېږېدلی دی او د هندوستان یو تکړه لیکول او ایډېتور بلل کېږي. د راج کومار تر ټولو مشهورې کیسې، چې په فلمي بڼه یې نړېوال شهرت موندلی، دا دي:
Munna Bhai M.B.B.S (2013)
3 Idiots (2009)
PK (2014)

د پي کې فلم مرکزي لوبغاړی امیر خان دی. نوموړی
د ۱۹۶۵ کال د مارچ میاشتې په ۱۴ نېټه د هندوستان د ممبي په بندرا کې زېږېدلی دی او په بالیووډ سینما کې ځانته لقبونه لري، لکه:

Mr. Perfectionist
Tom Hanks of India
Ace of Bollywood

ښځینه مرکزي لوبغاړې انوشکا شرما:
انوشکا شرما د ۱۹۸۸ کال د می میاشتې په لومړۍ نېټه د هندوستان د بنګلور ایالت په کارنتیکا ښار کې زېږېدلې ده، هغه خپل صفت په دوه جملو کې داسې رالنډوي.
“زه اوبه ډېرې څښم او هڅه کوم چې تل خوشحاله واوسم”

مشهوره فلمونه یې
2008 – Rab Ne Bana Di Jodi
2012- Jap Tak Hai Jaan
2014- PK

کومکي لوبغاړی سنجي دت
سنجي دت د ۱۹۵۹ کال د جولای میاشتې پر ۲۹ نېټه په هندوستان کې زېږېدلی دی. نوموړی په بالیووډ کورنۍ کې دی:

 Sanju Baba
Baba
the Nayak of Hindi Cinema
the Arnold Schwarzenegger of India

  PK  څه دی؟

د دې فلم کیسه د یوې بلې نړۍ د  موجود یانې (Alien) په اړه ده، چې ځمکې ته د خپل ماموریت لپاره راکوزېزي، او د یوې ټلوېزوني ژورنالېستې سره اشنا کېږي. د  Alienد پوښتنې دومره عجیبې وي، چې د خلکو له خوا د “پي کې” په نامه نومول کېږي. هندیان پي کې هغه چا ته وایې، چې زیاتو شرابو څښلو وروسته ځان نشي کنترولولای.
دا فلم په بشپړه توګه پر مذهبونو او کلتورونو باندې نغوته نیسي. امیر خان په دې فلم کې ښیي، چې مذهبونه دومره هم 1سره توپير نلري، څومره چې انسانانو په خپلو عملونو هغه متغیره کړي دي.

PK  او مذهبي عقیده

 PK یا هم له بلې نړۍ راغلی Alien په اسلام نه؛ بلکې په هغه فتواګانو باندې نیوکه کوي چې د اسلام نه وتلې خبرې دي.

لومړی: زیارتونو ته تګ او سجده کول.
په دې فلم کې انځور شوي، چې مقبرو ته تګ او سجده کول بې ګټې کار دی. په اصل کې یې نه اسلام مني او نه هم رېښتیني مسلمانان.

دوهم: په ځينو مراسمو کې ځان وهنه

زمونږ ډېری شعیه مذهبه ورورڼه د امام حسن او امام حسین په ویر کې ځانونه وهي، چې دا هم د دې فلم په اصطلاح (wrong number)  یانې غلط کار دی.

درېیم: د مېرمنو د زده کړې مخنیوی

په دې فلم کې یوه مسلمانه نجلۍ ښودل شوې چې په اسلام کې د بې ځایه فتواګانو خبره په (wrong number) بیانوي.
نجلۍ وایي: زما تر شا ولاړې ټولې نجونې غواړي ښوونځي ته لاړې شي، خو کوم چا فتوا راویستې، که چېري کومه نجلۍ ښوونځي ته لاړه شی نو په مرمۍ یې ووژنئ.

زموږ خدای (ج) دومره هم کوچنې ندی، چې د دې ماشومانو په لوست او زده کړه دې نیوکه وکړی دا غلطه خبره ده.
په دی فلم کېAlien اسلامې عقیده لري غواړی چې خلک یوازې د یو خدای ج عبادت وکړی هغه خدای چې موږ یی پيدا کړی یو.

هندویزم، عیسویت، سیکیزم، بودایزم

په دې فلم کې، تر ټولو ډېرې نیوکې پر هغو مذهبونو شوې دي، چې مجسمو ته عبادت کوي او پر هغوۍ اېمان لري. له بلې نړۍ راغلی موجود Alien د یو مجسمه خرڅوونکې سره په فلم کې داسې خبرې کوي.
الین: یو بګوان (مجسمه) خو راکه وروره!
دوکاندار: کومه یوه … د شلو روپیو واله … د پنځوسو واله … که د سلو او یا هم پنځه سوو؟
الین: د شل روپیو او پنځو روپیو والا په منځ کې توپېر څه دی؟
خرڅوونکی: توپېر یې یوازې په اندازه کې دی، خټه یی سره یوه ده.
الین: د شل روپيو وال خو کار سم کوي، کنه؟
خرڅوونکی: خیر ځه ته پنځلس روپۍ راکه … ۱۵ … ۱۵
الین: بګوانه زه ډېر وږی شوی یم، ما ته د خوراک لپاره یو څه راکړه.
په دې وخت کې تصادفی یوه، مېرمن د الین په لاس کې سمبوسه ږدي او الین په خوشحالۍ سره چیغی وهي. خو کله چې د دې مجسمی نه د خپل رېمووټ د پېدا کېدو هیله کوي نو؛ لاس یې همداسې تش پاتې کېږي او بېرته مجسمه خرڅوونکي پسې ورځي.
الین: وروره! د دې بګوان بېټرۍ ختمه شوه، که څنګه؟ یو سوال یې راته ومنه نور ختم شو؟!
خرڅوونکی: یانې څه؟
الین: یانې، نوې بېټرۍ  ورته واچوه، چیرته اچوې کېږي؟
خرڅوونکی: اوهو؛ وروره دا بېټرۍ مېټرۍ نه خوري.
الین: نو ولی کار نه کوی؟ ایا دا بدل دی که څنګه؟
خرڅوونکی: اوهو وروره مونږ بدل شیان نه جوړو، ما دا د اصلو موادو جوړ کړی.
الین: دا بګوان تا جوړ کړی دی؟
خرڅوونکی: بلی هو، ما په خپلو لاسو جوړ کړی.
الین: تا بګوان جوړ کړی دی، که ته هغه جوړ کړی یې؟
خرڅوونکی: وروره مونږ ټول هغه پیدا کړی یو، خو؛ مونږ یوازی د بګوان دا مجسمی جوړي کړې دي.
الین: د خدای مجسمی مو؛ ولې جوړې کړې؟
خرڅوونکی: تر څو، چې ورته عبادت وشو کولای، خپل غم او ښادۍ ورته بیان کړو.
الین: په دې کې مو کوم ترانسمېټر کارولی که څنګه؟ له دې نه خدای ته خبرې څنګه رسېږي؟
خرڅوونکی: بګوان د خبرو د اورېدو لپاره ترانسمیټر ته اړتیا نلري، هغه ستا خبرې پرته له دې شیانو اورېدلای شي.
الین: کله مې، چې خبره پرته له دې شیانو اورېدلای شي نو؛ دې مجسمو ته څه اړتیا ده؟
خرڅوونکی: اووو خدایه… زما کاروبار خرابوې که څنګه؟ ستا ستونزه څه ده؟
الین: اوهووو؛ وروره زما رېموټ ورک شوی دی او زه یې له بګوان نه غواړم، خو؛ بګوان راته نه وایي، چې چېرته دی؟
خرڅوونکی: تا څښلي دي، که څنګه؟

دا د هغه لسګونو صحنو او پوښتنو څخه یوه صحنه او څو پوښتنی وې، چې pk یې په دې فلم کې له خلکو کوي خو؛ د دې پوښتنو ځواب یوازی یو شی وي(
څکلی دې دي که څنګه؟(.
د pk فلم یوازنۍ موخه د رېښتیني خدای پیدا کول او هغه ته عبادت کول دی. دا موجود د فلم په وروستۍ صحنه کې، کله چې د هندوانو یو مذهبی مشر سره مرکه کوي نو؛ خپلی خبرې داسې راټولوي:

الین: په کوم خدای باندې اېمان راوړم؟ تاسو وایاست چې خدای یو دی، زه وایم نه دوه خدایان دي. یو هغه خدای دی، چې مونږ یې پیدا کړي یو او بل هغه خدای دی، چې تاسو جوړ کړی دی. هغه خدای چې مونږ ټول یې پيدا کړی یو؛ تاسو یې په اړه هیڅ معلومات نلرئ، خو؛ کوم خدای چې تاسو په خپلو لاسو جوړ کړی هغه بیخی ستاسو په څېر دی.  دروغجن؛ چې وینی مو څښي، راسره د دروغو ژمنې کوي، د بډایه خلکو سوال ژر قبلوي خو؛ غرېبان ځان ته کتار دروي. په خپل صفت نه خوشحالېږی خو؛ که پوښتنه ترې وکړې نو؛ بیا دې ډاروي. زما کرښه ډېره اسانه او ساده ده، کوم خدای چې مونږ ټول یې پيدا کړي یو؛ په هغه باندی مو ایمان راوړی دی، او کوم خدای چې تاسو جوړ کړی دی، هغه بدل خدای دی، او هغه په ځمکه وغورځوئ!.

ویل کېږي. د پي کې فلم له کتلو وروسته ټول باطل پرسته مذهبیان خلک چې مجسمو ته یې عبادت کاو، په خپل دین شکمن شوي دي. او په دې فلم کې دا هم ویل شوي، چې یو رېښتینی مسلمان تل په خپلی ژمنې باندې ولاړ انسان دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب