جمعه, مارچ 29, 2024
Home+له کتاب الله د مخالفو روایاتو بېلګې او په اړه يې د...

له کتاب الله د مخالفو روایاتو بېلګې او په اړه يې د پوهانو دريځ

زبیر افغان

هر ځای د هرې خبرې لپاره مثالونه نه راوړل کېږي ځکه د هغې مقالې د غټولو وېره وي، نه هر ځای دا بیانېږي چې په دې برخه کې نور کسان هم دې ته ورته نظر لري او دا موضوع له ډېره وخته د پوهانو ترمنځ شاربله کېږي، که څه هم خاصه نتیجه يې نه ده ور کړې.

د روایاتو په برخه کې که څه هم د قران کریم مخالفت محدثین د هغه حدیث د موضوعیت نښه بولي، مګر په عمل کې دغه اصل نه دی پلي شوی، موږ د ډېرو تکړه محدثینو په کتابونو کې داسې ډېرې بېلګې لرو چې له قران کریم سره ښکاره مخالفو احادیثو ته يې ځای ور کړی وي. د دې لپاره ما ځينې بیلګې په تېرو بحثونو کې هم وړاندې کړې دي او دلته به يې هم وړاندې کړو، تر دې مخکې چې بېلګو ته راشم، یوځل به د ځينو پوهانو موقف هم روښانه کړم چې زموږ د دریځ لپاره ملاتړ په را جلبېږي.

د حنفي مذهب نوموتی عالم امام سرخسي رح په خپل کتاب کې ليکي:

فَعرفنَا أَن المُرَاد مَا يكون مُخَالفا لكتاب الله تَعَالَى وَذَلِكَ تنصيص على أَن كل حَدِيث هُوَ مُخَالف لكتاب الله تَعَالَى فَهُوَ مَرْدُود.(۱)

له دې بیان څخه موږ وپوهېدو چې(په کتاب الله کې د نه وجود) هدف يې د هغه مخالف روایت دی او دغه خبره پر دې ډاګیز دلیل دی چې د کتاب الله هر مخالف حدیث مردود دی.

یو بل حنفي مذهبه عالم نظام الدین الشاشي رح په خپل مشهور کتاب کې لیکي:

قُلْنَا شَرط الْعَمَل بِخَبَر الْوَاحِد أَن لَا يكون مُخَالفا للْكتاب وَالسّنة الْمَشْهُورَة وَأَن لَا يكون مُخَالفا للظَّاهِر قَالَ عَلَيْهِ السَّلَام : تكْثر لكم الْأَحَادِيث بعدِي فَإِذا رُوِيَ لكم عني حَدِيث فاعرضوه على كتاب الله فَمَا وَافق فاقبلوه وَمَا خَالف فَردُّوهُ.(۲)

موږ(احناف) پر خبر واحد د عمل لپاره دا شرط ږدو چې نه به د کتاب الله مخالف وي، نه د مشهور سنت او نه به د ظاهر/حس مخالف وي، نبوي وینا ده: تاسو ته به له ما ډېر احادیث بیانېږي، هر وخت چې درته بیان شول، هغه د الله له کتاب سره وګورئ، که ورسره موافق ول، قبول يې کړئ او که ورسره مخالف ول، رد يې کړئ.

د حنفي مذهب یو بل وتلی عالم امام مرغیناني رح په مشهور کتاب هدایه کې وايي:

وحديث فاطمة بنت قيس رده عمر رضي الله عنه فإنه قال لا ندع كتاب ربنا وسنة نبينا بقول امرأة لا ندري صدقت أم كذبت حفظت أم نسبت سمعت رسول الله عليه الصلاة والسلام يقول: للمطلقة الثلاث النفقة والسكنى ما دامت في العدة. ورده أيضا زيد بن ثابت رضي الله عنه وأسامة بن زيد وجابر وعائشة رضي الله عنهم.

او د فاطمې بنت قیس رض حدیث عمر رضي الله عنه رد کړی دی، ده ویلي: زموږ د رب کتاب او د خپل نبي سنت د یوې ښځې په خبره نه ایله کوو، موږ حتا په دې نه پوهېږو چې دې رښتیا ویلي که دروغ، یا دې یاد کړی دی که ځنې هېر شوی دی، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي ویل يې: په درې طلاقه، طلاقې شوې ته د عدې تر وخته هم د نفقې او هم د هستوګنې حق شته، همدا شان زید بن ثابت، اسامه بن زید، جابر او عائشې رض دغه حدیث رد کړی دی.

دارنګه د حنفي مذهب مشهور کتاب رد المحتار د بدر مړو ته د نبوي خبرو په اړه وايي:

وَمَعْنَى الْجَوَابِ الْأَوَّلِ أَنَّهُ وَإِنْ صَحَّ سَنَدُهُ لَكِنَّهُ مَعْلُولٌ مِنْ جِهَةِ الْمَعْنَى بِعِلَّةٍ تَقْتَضِي عَدَمَ ثُبُوتِهِ عَنْهُ – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ – وَهِيَ مُخَالَفَتُهُ لِلْقُرْآنِ فَافْهَمْ.(۴)

د لومړي ځواب معنا داده چې هغه روایت که څه هم د سند له مخې صحیح دی، خو د معنې له اړخه داسې علت لري چې له رسول الله ص يې د نه ثبوت غوښتنه کوي، هغه علت يې له قرانه مخالفت دی، سر خلاص کړه!

دغو لوړو کتابونو ټولو دا خبره وکړه چې له کتاب الله مخالف روایت د منلو وړ نه دی، اوس به هغو روایاتو ته را شم چې له کتاب الله سره مخالف وي:

د قران کریم د را یو ځای کولو په اړه:

عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ: أَخْبَرَنِي ابْنُ السَّبَّاقِ، أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ الأَنْصَارِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – وَكَانَ مِمَّنْ يَكْتُبُ الوَحْيَ – قَالَ: أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ اليَمَامَةِ وَعِنْدَهُ عُمَرُ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي، فَقَالَ: إِنَّ القَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ اليَمَامَةِ بِالنَّاسِ، وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ القَتْلُ بِالقُرَّاءِ فِي المَوَاطِنِ، فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنَ القُرْآنِ إِلَّا أَنْ تَجْمَعُوهُ، وَإِنِّي لَأَرَى أَنْ تَجْمَعَ القُرْآنَ “، قَالَ أَبُو بَكْرٍ: قُلْتُ لِعُمَرَ: «كَيْفَ أَفْعَلُ شَيْئًا لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟» فَقَالَ عُمَرُ: هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ، فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي فِيهِ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ لِذَلِكَ صَدْرِي، وَرَأَيْتُ الَّذِي رَأَى عُمَرُ، قَالَ زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ: وَعُمَرُ عِنْدَهُ جَالِسٌ لاَ يَتَكَلَّمُ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ، وَلاَ نَتَّهِمُكَ، «كُنْتَ تَكْتُبُ الوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ»، فَتَتَبَّعِ القُرْآنَ فَاجْمَعْهُ، فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفَنِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنَ الجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ القُرْآنِ، قُلْتُ: «كَيْفَ تَفْعَلاَنِ شَيْئًا لَمْ يَفْعَلْهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟» فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ، فَلَمْ أَزَلْ أُرَاجِعُهُ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ اللَّهُ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ، فَقُمْتُ فَتَتَبَّعْتُ القُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنَ الرِّقَاعِ وَالأَكْتَافِ، وَالعُسُبِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ، حَتَّى وَجَدْتُ مِنْ سُورَةِ التَّوْبَةِ آيَتَيْنِ مَعَ خُزَيْمَةَ الأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهُمَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ، {لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ} [التوبة: 128] إِلَى آخِرِهِمَا، وَكَانَتِ الصُّحُفُ الَّتِي جُمِعَ فِيهَا القُرْآنُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ.(۵)

زهري ویل ما ته ابن السباق خبر راکړ چې زید بن ثابت رض- هغه د وحې کاتب- ویل: د یمامه تر جنګ وروسته ما ته ابو بکر رض احوال را ولېږه، له ده سره عمر رض هم ناست و، ابو بکر رض ویل چې ما ته عمر رض راغی، وې ویل: د یمامه په ورځ مسلمانان له سخت جنګ سره مخ شول او زه ډارېږم چې د قران حافظان به نور ځایونه هم له سخت مقاومت سره مخ شي، په دې توګه به ډېر قران ضایع شي، مګر که يې تاسو را غونډ کړئ او زما رایه داده چې ته يې را غونډ کړه، ابو بکر رض ویل: ما عمر رض ته وویل: زه څنګه هغه کار وکړم چې رسول الله ص نه دی کړی؟ نو عمر رض ویل: په الله قسم دا کار خیر دی، نو عمر رض تر هغو په دې اړه ما ته ویل څو الله زما په زړه کې دغه کار کېناوه، زه هم په هغه نظر شوم چې عمر رض و، زید رض ویل: عمر رض له هغه سره ناست و، خبرې يې نه کولې، بیا ابوبکر رض زیاته کړه: ته ځوان هوښیار کس یې، موږ باور در باندې لرو، تا رسول الله ص ته وحې لیکله، په قران پسې وګرځه ټول را غونډ کړه،په الله قسم! که ده زه د غره په بې ځایه کولو مکلف کړی وای، دومره به نه وای راباندې بوج شوې لکه د قران کریم د یوځای کولو مسوولیت چې يې راکړ، ما وویل: تاسو دواړه هغه کار څنګه کوئ چې رسول الله ص نه دی کړی؟ ابو بکر رض ویل: په الله قسم! هغه کار د خیر دی، ما تر هغو ورسره شخړه وکړه څو زما زړه ته هم الله هغه خبره تېره کړه چې د ابو بکر او عمر رض زړه ته يې تېره کړې وه، نو ما د قران کریم په یو ځای کولو پيل وکړ، له ټوټو، هډوکو، پاڼو او انسانانو څخه مې را یوځای کاوه، ان د توبې سورت دوه ایاتونه مې له خزیمه الانصاري رض سره پيدا کړل، له بل هيڅ کس سره نه ول، لقد جاءکم تر پایه، دغه قراني نسخې بیا له ابو بکر رض سره خوندي وې، د هغه تر وفات وروسته له عمر رض سره وې، د هغه تر وفات وروسته د ده له لور حفصې رض سره وې.

د اسلام او قران کریم پر رک  سر يې دومره کاري ګوزار کړی دی چې ټول دین يې تر شک لاندې راوستی دی، د دغه ډول روایاتو په شتون کې بیا نور ملامت کړو چې ولې پر حدیثي کتابونو او دین نیوکې کوي، څومره جالب کس ته يې روایت منسوب کړی دی، زید بن ثابت الانصاري رضي الله عنه د رسول الله ص د وحې کاتب و، هغه ته د پېښې په نسبت سره يې غوښتل د واقعې باوريتوب زیات کړي، که څه هم دا حدیث نه دی، یوه تاریخي کیسه ده چې په سند نقل شوې ده، مګر ستونزه يې داده چې د قران کریم او رسول الله ص له شان سره نه لګېږي، د رسول الله ص په اړه يې واضح سپکاوی کړی او د قران کریم شان يې کم کړی دی. له دې سره چې روایت زید بن ثابت رض ته منسوب دی، مګر د پېښې په متن کې داسې نکتې شته چې خپله د روایت پر باور خاورې اړوي.

د روایت مرکزي مفهوم دغه دی چې رسول الله ص په خپل ژوند کې قران نه وو جمع کړی، خو په همدې روایت کې دي چې زید د هغه د وحې کاتب و، نو که هغه قران کریم یو ځای نه جمع کاوه، بیا د وحې کاتبان د څه لپاره ول؟ د علوم القران او علوم الحدیث په فنونو کې د وحې د کاتبانو شمېر څه د پاسه دېرش کسان ښودل کېږي، نو که د قران کریم د یوځای والي خبره نه وای، بیا رسول الله ص دومره کاتبان څه کول؟ قران کریم دغه ډول پر سورتونو منظم، د هر سورت پای او سر يې معلوم، پلانی سورت تر پلاني مخکې او تر پلاني وروسته بیا چا سره کېښودل؟ د یوه سورت دومره مقدار ایاتونه چا تعین کړل؟ د یوه ایت اوږدوالی او د بل اختصار چا تعین کړي دي؟ له دې ټولو سره په قران کریم کې ګڼ ځایونه قران لپاره د کتاب الفاظ کاروي، که هغه پر پاڼو، هډوکو، ټوټو او د خلکو په سینو کې سره وېشلی وي، د کتاب بڼه نه لري، نو بیا کتاب څنګه ورته وايي؟ پر دې هر څه سربېره د قران کریم له دې دوو ایاتونو سره دغه تاریخي روایت څنګه اړخ لګوي:

{ إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ () فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ} [القيامة: 17، 18]

یقینن پر موږ يې رایوځای کېدل او لوست دی، نو چې موږ يې ولولو ته د هغه لوست پيروي وکړه.

{ يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ} [المائدة: 67]

اې رسوله! هغه پيغام چې ستا د رب له لوري درته نازل شوی، هغه ورسوه، که دې دا کار ونه کړ، د هغه پيغام به دې نه وي رسولی.

د لومړي ایت دا خبره چې موږ يې جمع کوو، هغه د رسول په وسیله یوځای کېدل دي چې د الهي حکم له مخې به يې کوي، نو ولې هغه ونه کړ؟ دویم د پيغام رسول دي، که پيغام خلکو ته په هغه ډول ونه رسوي لکه الله چې امر کړی وي، نو بیا خو يې مسوولیت نه دی ادا کړی، ایا العیاذ بالله! رسول الله په خپل رسالت کې کمی وکړ؟ د قران په یوځای کېدو مامور و، خو ده دغه کار ابوبکر رض ته ایله کړ؟ دا د ابو بکر رض مسوولیت و که د رسول الله؟ بیا ابو بکر رض او عمر رض دواړه وايي چې دا کار خیر دی، نو دغه د خیر کار رسول الله نه شوای کولای چې د رسالت برخه يې هم وه؟ په دې برخه کې جالب پاراډوکسونه سره یوځای شوي دي، د رسول الله د وفات مهال همدې بخاري راوړي دي چې هغه ورته ویل: کاغذ و د لیک مواد راوړئ لیک درته لیکم، عمر رض ورته وویل چې د الله د کتاب په شتون کې موږ ته د بل لیک اړتیا نه شته، رسول الله ناروغ دی، تکلیف مه ور کوئ، ښه دا دوې پېښې څنګه اړخ سره لګوي؟ که کتاب الله په کتابي شکل پروت وي، او دا خبره خپله عمر رض کوي، نو بیا دلته څنګه وايي چې قران را یوځای کړئ هغه به د قاریانو په شهادت له منځه ولاړ شي؟ په قران کریم کې چې الله تعالی د ساتنې ژمنه کړې ده، ایا هغه دغه کار تر اصحابو په ډېر باوري کس(رسول) نه شوای کولای؟ تر ټولو خطرناکه خبره يې همدا ده چې وايي د قران کریم ځينې ایاتونه یوازې له یوه صحابي خزیمه الانصاري رض سره ول، له دې ښکاري چې د بې باوره کولو لپاره يې څنګه پلان ورته جوړ کړی دی؟ دلته بیا ځينې محدثین وايي چې که خبر واحد حجت نه شي، نو دغه ایت به څنګه ثابتوئ! محدثین دا روایات هم راوړي چې رسول الله ص هره روژه ټول نازل شوی قران کریم تلاوت کاوه، د رسول الله ص په زمانه کې د سورتونو ایاتونه هم راوړي چې دومره ایاتونه يې ولوستل، د کاتبان خبره هم کوي چې پلانی د وحې کاتب و، د حافظانو خبره هم کوي چې دومره حافظان موجود ول، دلته بیا دا خبره کوي چې قران کریم سره پاشلی و، نو که قران سره پاشلی و، حتا یوه برخه يې بيخي له یوه صحابي سره وه، بله يې له دوو کسانو سره وه، نو بیا حافظانو څنګه یاد کړ، هغوی دا ټول قران کریم چېرې پيدا کړ؟ او د یمامه تر جنګ وروسته دغه حافظان موجود دي، نو بیا ولې یوه برخه یوازې له خزیمه رض سره پاته وه بل چا نه در لوده؟ دا خبره هم کوي چې یوازې د یمامه په جګړه کې اویا حافظان شهیدان شول، نو که دومره حافظان موجود وي، بیا څنګه دا ومنل شي چې د قران ځينې برخې یوازې له یوه صحابي سره وې؟ په ټول ژوند کې د رسول الله ص ټول فوکس پر همدې و چې قران خوندي کړي، خلکو ته يې ورسوي، په پوه يې کړي، وې لیکي، په قول او عمل يې تشریح کړي، مګر دلته بیا یوه تاریخي روایت کې دي چې هغه د خپل مسوولیت دغه برخه خپل خلیفه ته ایله کړه!

دغه نسخه بیا یوازې له ابوبکر رض سره پرته وه، نو که د تلو خطر يې وای، دا جنګونه خو د عمر رض په زمانه کې نور هم زیات شول، دغه حافظان به ټول شهیدان شوي وي، بیا دا نسخه ولې دوی پټه کړې وه او خلکو ته يې نه ور کوله چې د قران کریم د ضایع کېدو له خطر سره مخ ول؟

په دې برخه کې تر ټوله جالبه خبره ما ته داده چې هسې یو تاریخي روایت محدثینو ته د منلو وړ دی، خو د قران کریم ایاتونه، د رسول الله ص مسوولیت، د قران د ساتنې الهي وعده، ورسره په خوا کې نور روایات چې دغه روایت ردوي، دا ټول يې له پامه اچولي دي، د دې هر څه له شتون سره بیا د تدوین حدیث په برخه کې لاپې وهي چې دومره سخت اصول محدثین ورته وضع کړل چې ښه او بد يې ټول داسې بېل کړل لکه له اوړو څخه د وېښته ایستل، د هغوی د سختو اصولو په شتون کې دغه ډول تاریخي روایاتو اصح الکتب ته لار موندلې ده چې هم يې د قران کریم شان کم کړ، هم يې د رسول الله ص مسوولیت او کار تر پوښتنې لاندې راوست، هم يې پر دین شکونو ته لار جوړه کړه، د قران کریم ایاتونه يې له پامه واچول او برخلاف يې ټول حدیثي روایات ایګنور کړل!!!

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّهَا قَالَتْ: ” كَانَ فِيمَا أُنْزِلَ مِنَ الْقُرْآنِ: عَشْرُ رَضَعَاتٍ مَعْلُومَاتٍ يُحَرِّمْنَ، ثُمَّ نُسِخْنَ، بِخَمْسٍ مَعْلُومَاتٍ، فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَهُنَّ فِيمَا يُقْرَأُ مِنَ الْقُرْآنِ “.(۶)

عائشې رض ویل: په قران کې دا ایت نازل شوی و چې لس واره داسې شيدې ور کول چې ماشوم موړ کړي(رضاعي حرمت په ثابتېږي) بیا دغه ایت بل ایت منسوخ کړ چې پنڅه واره معلوم او مړونکي وارونه کفایت کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو او دغه ایت په قران کې پاته و لوستل کېده.

د مسلم شارحین د دې حدیث په دفاع کې ولاړ دي، دا څومره د افسوس وړ خبره ده چې قران کریم د یوه حدیث لپاره تاویل کولای شي، خو پر حدیث نه شي ور تلای، البته ځینو امامانو دغه حدیث رد کړی دی، یو هم پکې وتلی امام او د عقل ګرايي په میدان کې مشهور شخصیت حضرت امام ابو حنیفه رحمه الله چې مخالفانو يې په اهل الرایه مشهور کړی و، دغه روایت د قران په مخالفت کې رد کړی، د مسلم یو شارح کاږي:

وقال مالك وأبو حنيفة والثوري والأوزاعي والليث: إن القليل والكثير من الرضاع سواء في التحريم وهو المشهور عند أحمد وتمسكوا بعموم قوله تعالى: {وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ} وبالعموم الوارد في الأخبار، قال الحافظ: قُوِّي مذهب الجمهور بأن الأخبار اختلفت في العدد وعائشة التي روت ذلك قد اختلف عليها فيما يعتبر من ذلك فوجب الرجوع إلى أقل ما ينطلق عليه الاسم، وأيضًا فقول عشر رضعات معلومات ثم نُسخن بخمس معلومات فمات النبي صلى الله عليه وسلم وهن مما يقرأ لا ينتهض للاحتجاج على الأصح من قولي الأصوليين لأن القرآن لا يثبت إلا بالتواتر، والراوي روى هذا على أنه قرآن لا خبر فلم يثبت كونه قرآنًا ولا ذكر الراوي أنه خبر ليقبل قوله فيه والله أعلم.(7)

او مالک، ابو حنیفه، ثوري، اوزاعي او لیث وايي: لږ تی ور کول او ډېر په حرمت کې سره برابر دي، همدغه قول له امام احمد بن حنبل څخه هم شهرت لري، دوی د قران کریم په دې عمومي ایت دلیل نیولی دی، الهي وینا ده: ستاسو هغه مندې چې تی در کړي او همدا رنګه عمومي روایات پکې راغلي دي، حافظ ابن حجر ویل: د جمهورو مذهب ځکه پياوړی دی چې له عائشې رض څخه راغلي روایات په عدد کې اختلاف سره لري او له عائشې رض څخه شوي معتبر روایات هم سره مختلف دي، نو دا لازمه ده چې د نوم له اړخه پر کوم شي د رضاعت اطلاق کېږي، هغه ته باید رجوع وشي، همدا شان دا خبره چې لس واره تی په پنځه واره تي منسوخ شول، بیا د رسول الله ص تر مرګه په قران کې ول او تلاوت يې کېدی، د اصولینو د صحیح ترین قول له مخې دا خبره هم د دلیل وړ نه ده، ځکه قران کریم یوازې په تواتر ثابتېږي او راوي دلته ادعا کړې ده چې دغه د قران ایت و نه حدیث، نو د هغه ایت قراني کېدل ثبوت نه لري او راوي نه دي ویلي چې حدیث دی څو يې خبره پکې ومنل شي.

د افسوس وړ هغه کسان دي چې د قران کریم د واضحو ایاتونو او د دې مشهور نبوي حدیث(يحرم من الرَّضَاع مَا يحرم من النّسَب) رضاعت هغه ډول حرمت ثابتوي لکه نسب چې يې ثابتوي، په مقابل کې په همدې کمزوري، ګډوډ حدیث پسې دي او د قران ایاتونه هم ورته اړوي، حدیثونه هم ورته بدلوي او بده لا دا چې د دې حدیث پر ردونکو د منکرین حدیث ټاپې وهي، دغه یاد شوي امامان ټول د دوی په نظر د حدیثو منکرین دي او یوازې دوی په حدیثو عمل کړی دی!!!

وَإِنَّهُ يُنْشِئُ لِلنَّارِ مَنْ يَشَاءُ، فَيُلْقَوْنَ فِيهَا، فَتَقُولُ: هَلْ مِنْ مَزِيدٍ، ثَلاَثًا، حَتَّى يَضَعَ فِيهَا قَدَمَهُ فَتَمْتَلِئُ، وَيُرَدُّ بَعْضُهَا إِلَى بَعْضٍ، وَتَقُولُ: قَطْ قَطْ قَطْ “.(8)

او الله به د دوزخ لپاره مخلوق پيدا کړي، دوی به جهنم ته واچوي، دوزخ به وايي: نور شته، درې واره، څو الله پکې پښه کښېږدي، دوزخ به ډک شي، یوه برخه به يې بلې ته ور ټوله شي او درې واره به ووايي چې بس بس بس.

دغه روایت ښکاره د قران کریم مخالف دی، قران کریم د عمل له مخې یو چا ته سزا ور کوي، نو بې له ګنا نوي پيدا شوي مخلوقات ولې جهنم ته اچوي؟ د خدای پښه څنګه ده او په جهنم کې يې ږدل څه معنا لري؟ پښه د انساني جسم یوه برخه ده، په دې سره خدای ته د جسم برخې ثابتېږي او جهنم ته دخول يې هم بې ځایه او بې معنا خبره ده، قران وايي د الله په مثل څوک نه شته، که د دې ځواب دا وي چې دا برخه يې له متشابهاتو څخه ده، نو دا هم ناسم ځواب دی، متشابهات په حدیثو نه ثابتېږي، هغه په یوه قاطع نص ثابتېږي، لکه قران کریم، خبر احاد په دې برخه کې باور نه شي رامنځته کولای، ځکه خبر واحد خپله د ګومان تر کچې ثبوت کولای شي، نو په ده سره ثابتو متشابهاتو به څنګه ایمان راوړل شي؟ بله خبره دا چې قران کریم رسول ته امر کړی دی د قران کریم تشریح وکړه، نو که په حدیثو کې هم متشابهات بیانېږي، بیا تشریح څنګه شوه؟

بخاري په خپل کتاب کې دوه ځایه(۲۸۴۶، ۴۸۵۰) بیا داسې روایت راوړی دی چې جنت ته به الله تعالی نوی مخلوق پيدا کړي:

وَأَمَّا الجَنَّةُ: فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُنْشِئُ لَهَا خَلْقًا “.

او جنت ته به الله عزوجل مخلوق پيدا کړي.

اوس دغه روایت او هغه روایت څنګه سره لګېږي؟ جنت ته پيدا کول يې هم له هغو ایاتونو سره اړخ نه لګوي چې جنتیانو ته وايي:

{ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (42) … وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ } [الأعراف: 42، 43].

او هغه کسان چې ایمان يې راوړی او صالح اعمال يې کړي، موږ یو نفس د هغه د وس په اندازه مکلف کوو، دوی به د جنت خاوندان وي، تل به پکې وي،… او ناره به وشي چې دغه مو هغه جنت دی چې تاسو د خپلو کړو اعمالو په بدل کې په میراث وړی دی.

دلته عمومن ټول جنت هدف دی او له دې ایاتونو څخه استثنا هم یوازې په هغه نص سره کېدلای شي چې د همدې مرتبې وي، نه په داسې ګډوډ حدیث چې یو ځل جهنم ته خلک پيدا کوي بل ځل جنت ته، خدای ته جسم هم په ثابت وي او جنت په مخلوق ډکوي او دوزخ ته خپله پښه ننباسي.

عَنْ عَبْدِ اللهِ، قَالَ: حَدَّثَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ الصَّادِقُ الْمَصْدُوقُ ” إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ فِي ذَلِكَ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ فِي ذَلِكَ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يُرْسَلُ الْمَلَكُ فَيَنْفُخُ فِيهِ الرُّوحَ، وَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ: بِكَتْبِ رِزْقِهِ، وَأَجَلِهِ، وَعَمَلِهِ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ، فَوَالَّذِي لَا إِلَهَ غَيْرُهُ إِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الْجَنَّةِ حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إِلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الْكِتَابُ، فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ، فَيَدْخُلُهَا، وَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ، حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إِلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الْكِتَابُ، فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الْجَنَّةِ، فَيَدْخُلُهَا “.(۹)

عبد الله رض ویل: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان وکړ چې هغه صادق و مصدوق و: ستاسو د یوه پيدايښت داسې دی چې څلوېښت ورځې(د ښځې هګۍ او د نر سپرم) د هغه د مور په نس کې سره یوځای وي، بیا په همدومره ورځو کې خنډه وینه شي، بیا په همدومره ورځو کې یوه ګوله غوښه شي، بیا فرشته ورته لېږله کېږي هغه روح پکې اچوي او څلور شیان يې ورته په تقدیر کې لیکي: رزق، اجل، عمل او دا چې بدبخته یا نیکبخته به وي، زما دې په هغه ذات قسم وي چې له ده پرته بل معبود نه شته، ستاسو یو کس د جنتیانو عمل کوي، څو د ده او جنت ترمنځ یو لاس واټن وي، تقدیر پر بریالی شي، نو د دوزخیانو عمل وکړي، جهنم ته ولاړ شي او ستاسو یو کس بیا د دوزخیانو عمل کوي، څو د ده او دوزخ ترمنځ یوازې یو لاس فاصله وي، نو تقدیر پر غالبه شي، د جنتیانو عمل وکړي، جنت ته ولاړ شي.

قران کریم وايي:

{لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى} [البقرة: 256]

په دین کې زور زیاتی نه شته، یقینن سمه لار له ګمراهي بېله شوې ده، نو که څوک له طاغوته انکار وکړي او پر الله ایمان راوړي، هغه یوه پياوړې رسۍ ټینګه کړه.

دلته له طاغوته انکار او پر الله ایمان د انسان کړنه بلل شوې ده، همدا شان لږ وړاندې مو د جنت په اړه ایت ذکر کړ، هلته جنت د انساني عمل پایله بلل شوی و، دوزخ هم د انسان د عمل له امله ور کول کېږي، که انسان ښه او بد عمل د جبر له مخې وکړي، نو بیا نه پر ښه عمل د افرین حقدار دی او نه پر بد د سزا، ایا دا د خدای له عدالت سره ټکر خبره نه ده چې یوځل يې انسان مجبور پيدا کړ او بیا يې پر بد عمل د سزا پرېکړه ورته وکړه؟ که دغه ډول وي، نو هر بد عمل د انسان لپاره مقدر دی، هغه له خپله تقدیره تېښته نه شي کولای، نو بیا سزا ولې ور کړله شي؟ یو بل ځای قران کریم وايي:

{ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ} [الكهف: 29].

که د چا خوښه وي ایمان دې راوړي او که د چا خوښه وي، انکار دې وکړي.

په دې ایت کې واضح اختیار ور کول شوی دی چې د ایمان او کفر اعمال د انسان په خپله خوښه پوري اړه لري، هر څوک چې هر عمل کوي د هغه عمل سره موافق بدله به ور کوله کېږي، اصلن تقدیر پر انساني عمل مرتبه نتیجه ده، نه دا چې عمل هم د انسان لپاره مقدر وي، عمل انسان په خپله خوښه کوي، خو د نتیجې مخه يې نه شي نیولای، نتیجه حتمي راوړي، هغه د ده په واک کې نه وي، نو تقدیر هغه اجل دی چې قران کریم يې ذکر کوي، هغه د انساني عمل نتیجه ده.

دغه روایت له مشاهدې سره هم مخالف دی، موږ وینو چې انسان په خپله خوښه عمل کوي، یو څوک ځان وژني، په دې کې هر سړی واک لري، هر څوک هر وخت کولای شي چې ځان وژنه وکړي، مګر یو څوک دغه اقدام کوي او نور يې نه کوي، نو دا خپله اراده شوه که نه؟ که داسې شي چې دغه هم خدای ورته مقدر کړي وي، نو د ژوند له نعمته یو څوک محرومول او بیا بېرته سزا ور کول، د کوم عدالت غوښتنه ده؟ که یو څوک ماشوم ته ووايي چې ورشه هغه کار وکړه، بیا يې تر کولو وروسته ښه ټینګ ووهي، هر عاقل انسان به يې پر دې کار ملامت کړي که نه؟ که یو انسان ملامتېږي، نو هغه ذات چې تر انسان يې عدالت په چندونو واره زیات دی، هغه به ولې پر دې پرېکړه د خپل قانون په رڼا کې نه ګرمېږي او پر عدالت به يې سوالونه نه پيدا کېږي؟ لنډه دا چې دغه روایت د محتوا له مخې بیخي ناسم روایت دی، له قران کریم سره د مخالفت له امله باید موضوعي بلل شوی وای، مګر محدثینو د خپلو اصولو په نه عملي کولو تر ټولو په معتبرو کتابونو کې ځای ور کړی دی، دا نه دي هغه خبرې چې په تدوین حدیث کې يې ځينې کسان یوازې د قلم په ژبه کولای شي، دوی یوازې خبرې کوي، عمل کې چې څه شوي دي پر هغو سترګې پټوي، دلته راشه خپله به د تدوین حدیث موضوع ښه درته روښانه شي.

په دې ځای کې هغه اصول، د قران کریم عمومي محتوا او کلي پيغام، د خدای عدالت، د خبر واحد مقام او له عقل و مشاهدې سره يې موافقت یو هم په نظر کې نه دي نیول شوي، بس د دومره مهمې مسلې بنسټ يې پر همدې خبر واحد باندې ايښی دی، په داسې حال کې چې قران کریم دغه ډول پر تقدیر باور کول د مشرکانو لور ته منسوب کړي دي(الانعام: ۱۴۸، النحل: ۳۵)، نو دې ایاتونو ته په پام خو باید دغه ډول روایات حد اقل په غوره حدیثي مجموعو کې نه وای.

عَنْ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «الْمَيِّتُ يُعَذَّبُ فِي قَبْرِهِ بِمَا نِيحَ عَلَيْهِ».(۱۰)

عمر رض له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی ده ویل: مړي ته په قبر کې پر هغه د ژړا له امله سزا ور کول کېږي.

دغه روایت د حدیثو په معتبرو کتابونو کې راغلی دی، مګر دې ته نه دي کتل شوي چې له قران کریم سره اړخ نه لګوي، دا خو پرېږده چې پر همدې موافقت يې خبره وشي، بلکې له دې نه موافقت سره يې د قران لپاره تشریح بولي، قران ورته اړوي را اړوي او دغه روایت ته توجیهات لټوي، کله وايي چې که مړي خلک په ژړا امر کړي ول، کله نور ځوابونه، خو دا جرأت ورسره نه شته چې ووايي د اصولو له مخې له قران کریم سره مخالف روایت اصلن د منلو وړ نه ده، نور هيڅ ځواب ته اړتیا نه پيدا کېده، قران کریم وايي:

{أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى () وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى} [النجم: 38، 39].

اصل خبره داده چې یو کس د بل په ګنا نه نیول کېږي او د هر انسان لپاره د هغه د خپل عمل (بدله ) ده.

د قران کریم دغه اصل ته په کتو هر انسان د خپل عمل سزا ویني، که څوک ژاړي که خاندي خپل کار يې، د خپل هر ډول عمل سزا باید هماغه عمل کوونکي ته ور کړل شي، نه دا چې کار یو کوي سزا يې بل ګالي.

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّ بَعْضَ أَزْوَاجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قُلْنَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّنَا أَسْرَعُ بِكَ لُحُوقًا؟ قَالَ: «أَطْوَلُكُنَّ يَدًا»، فَأَخَذُوا قَصَبَةً يَذْرَعُونَهَا، فَكَانَتْ سَوْدَةُ أَطْوَلَهُنَّ يَدًا، فَعَلِمْنَا بَعْدُ أَنَّمَا كَانَتْ طُولَ يَدِهَا الصَّدَقَةُ، وَكَانَتْ أَسْرَعَنَا لُحُوقًا بِهِ وَكَانَتْ تُحِبُّ الصَّدَقَةَ.(۱۱)

له عائشې رض روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو میرمنو ده ته وویل: ستا (تر مرګ وروسته) به له موږ څوک په تا پسې ژر در شي؟ ده ویل: هغه چې لاسونه يې اوږده وي. نو دوی لرګی واخیست لاسونه يې په ناپول، نو د سودې لاسونه اوږده ول، بیا وروسته موږ پوه شولو چې د لاسونو له اوږدوالي هدف خیرات و او سوده ژر مړه شوه، هغې خیراتونه کول.

د دې روایت مشکل له لویه سره دادی چې دغه علم غیب رسول الله ص له کومه کړ؟ او په دې سره د دین کوم حکم تشریح یا ثابت شو؟ رسول الله ص ته خو د هغو احکامو وحې کېده چې انساني ټولنې ورته اړتیا در لوده، داسې خو نه کېږي چې د خلکو د مرګونو کیسې به يې هم ورته کولې، نو دا علم غیب هغه له کومه کړ؟ بله دا چې تر رسول الله ص وروسته لومړ زینب بنت جحش رض وفات شوې ده، دغه روایت له دې پلوه هم مشکل لري، په اخیر کې سره لګېږي هم نه، که د سودې رض لاسونه اوږده ول او هغه ژر مړه شوې هم وي، نو بیا دوی څنګه پوه شول چې د لاس له اوږدوالي يې هدف خیراتونه ول؟ د سودې رض مرګ لا دا خبره کره کوله چې د لاس له اوږدوالي فزیکي اوږدوالی هدف دی نه بل څه، که د هغې پر ځای بل څوک مړ وای، بیا به دا خبره ورته معلومېده.

د صحیح مسلم په روایت کې داسې الفاظ دي:

قَالتْ: فَكُنَّ يَتَطَاوَلْنَ أَيَّتُهُن أَطْوَلُ يَدًا. قَالتْ: فَكَانَتْ أَطْوَلَنَا يَدًا زَينَبُ. لأَنَّهَا كَانَتْ تَعْمَلُ بِيَدِهَا وَتَصَدَّقُ.

دې ویل: هغوی یو له بل سره لاسونه نیول چې اوږد لاسې معلومه کړي، دې زیاته کړه: نو په موږ کې د زینب رض لاسونه اوږده ول، ځکه دې په لاس مزدوري کوله او خیراتونه يې کول.

د دغه روایت او هغه بل ترمنځ ډېر توپيرونه شته، هلته دي چې لاسونه يې له لرګي سره نیول، دلته دي چې دوی تر خپل منځ سره نیول، دلته راغلي چې زینب رض اوږد لاسې وه، د فزیکي طول او نافزیکي یادونه نه شته یوازې د خیرات په یادولو يې اشارتن دا خبره کړې ده چې هغې خیراتونه کول.

له همدې روایت څخه محدثینو د راوي پر فهم او تېروتنه دلایل هم ویلي دي، چې کله یو راوي له رسول الله ص څخه د روایت په اخذ کې تېروتنه وکړي، د هغه هدف یو شی وي، دوی بل څه وفهموي، نو که خبره همداسې وي، بیا خو په ډېرو روایاتو کې دا خبره امکان لري، نو ولې د قران کریم په مقابل کې روایات توجیه کېږي او ایت ورته تاویلېږي؟

جالبه دا ده چې هر منقول شي ته په کتاب کې ځای ور کړل شوی دی، نور دې ته نه دي کتل شوي چې دغه روایت اوس د دین او کتاب الله له کوم ځای سره اړخ لګوي او د کوم حکم تشریح به کوي؟ نه د حدیثو خدای ور کړی مقام يې په نظر کې نیول شوی دی، نه د قران فوقیت ته پام شوی دی، نه سنت رعایت شوي دي، بس که په سند یوه خبره راغلې وه، دوی ورته صحیح ویلي دي، نه پر عقل تلل شوې ده، نه پر نقل، نه له تجربې سره کتل شوې ده، نه له مشاهدې، که د هر یوه دلیل ورته را وړاندې کړې، دوی ټک ټاپه ووهي چې حدیث نه مني، له ځان سره دا فکر نه کوي چې د یوه خبر واحد په وجه زه هم له قرانه مخ ګرځوم، هم له سنت، هم له عقل او هم له مشاهدې و تجربې، ایا زه به د دین، اخلاقیاتو او قانون له مخې ډېر مجرم شم که هغه څوک چې دغو ټولو ته پام کوي او یو خبر واحد پر معیار د کم راتلو له امله رد کړي؟

دا ډول بېلګې په کتابونو کې ډېر دي، ښايي مکمل کتابونه پر ولیکل شي، ما یوازې یو څو بېلګې ور کولې، نو د دې لپاره چې بحث ډېر اوږد نه شي، همدلته يې پای ته رسوم.

۲۰۲۲/۱۱//۱۳

۱)(أصول السرخسي [فصل فِي بَيَان وُجُوه الِانْقِطَاع]جـ1 صـ 364-  365)

۲)(أصول الشاشي بحث شَرط الْعَمَل بِخَبَر الْوَاحِد ص: 280).

۳)( الهداية  کتاب الطلاق باب النفقة 2 / 290).

۴)(الدر المختار و رد المحتار كتاب الأيمان بَابُ الْيَمِينِ فِي الضَّرْبِ وَالْقَتْلِ3 / 836)

۵)صحیح البخاري، کتاب التفسیر، باب قوله: لقد جاءکم رسول… ح: ۴۶۷۹)

۶)صحیح مسلم، کتاب الرضاع، باب التحريم بخمس رضعات ح: 1452)

۷) الكوكب الوهاج شرح صحيح مسلم (16/ 79)

۸)بخاري کتاب التوحید، باب ماجاء في قول الله: ان رحمة الله قریب… ح: ۷۴۴۹)

۹)صحیح مسلم، کتاب القدر، باب کیفیت خلق ادمي في بطن امه… ح: ۲۶۴۳، بخاري، کتاب بد الخلق، باب ذکر الملائکة ح: ۳۲۰۸)

۱۰)صحیح مسلم، کتاب الجنائز باب المیت یعذب ببکاء اهله علیه ح: ۹۲۷)

۱۱)صحیح البخاري، کتاب الزکات، باب فضل صدقة الشحیح الصحیح ح: ۱۴۲۰)

د حدیثو تدوین | زبیر افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب