دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمجاهد د کابل د تېرې شپې عملیاتو جزییات خپاره کړل

مجاهد د کابل د تېرې شپې عملیاتو جزییات خپاره کړل

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د داعش ډلې پر ضد د طالبانو د تېرې شپې عملياتو جزییات خپاره کړل.

نوموړی وايي، چې ‏‏تېره شپه د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند پنج صد فامیليو په سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د طالبانو د ځانګړو ځواکونو لخوا عمليات تر سره شول چې په پایله کې یې ۵ تنه داعشيان ووژل شول.

مجاهد زیاتوي، چې‏دغه کسان د یوې مهمې شبکې غړي او په کابل ښار کې یې په کوچنیو چاودنو کې لاس درلود.

د هغه په وينا، نیول شویو کسانو غوښتل ځینې لویې تخریبي کړنې ترسره کړي، چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.

د طالبانو د وياند د معلوماتو له مخې ، له یاد پټنځای څخه یو شمېر وسلې، لاسي بمونه، ریمودونه، او چاودېدونکي توکي تر لاسه شوي دي.

مجاهد دغه معلومات په داسې مهال خپاره کړي، چې نن يو شمېر خبريالانو د طالبانو پر ادارې د معلوماتو د ځنډ خپریدو له امله نیوکې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب