سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د« شرعي حدودو او قصاص» د جاري کیدو امر...

ملا هبت الله د« شرعي حدودو او قصاص» د جاري کیدو امر وکړ

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده خپلې حاکمې ادارې ته د شرعي حد او قصاص د جاري کولو امر وکړ.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وويل، چې ملا هبت الله دغه امر په یوه غونډه کې د وینا پر مهال کړی دی.

نوموړي ویلي:«د غلو، انسان تښتونکو او فتنه ګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړئ.»

د مجاهد په وينا ملا هبت الله اخندزاده دغه راز ویلي:«هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شریعي شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندي جاري کړئ، ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض ده ترڅو ورباندي عمل وکړئ.»

د طالبانو د مشر دغه امر ته نړيوالو بشري ادارو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی منتقدین طالبان تورنوي، چې له اسلام او شرعي احکامو او حدودو څخه افراطي تعبير لري او پرته له دې چې د اسلامي نظام د يوه مدعي ادرس په توګه کار اهل ته وسپاري، د اسلامي احکامو له مخې مشروع شرعي نظام ولري او د خلکو پر وړاندې ېې خپل شرعي مکلفیتونه تر سره کړي وي د شرعي حدودو د عملي کولو ادعاوې او خبرې کوي.

طالبانو بیا د خپلو دغو منتقدینو خبرې بې اساسه بولي.

1 COMMENT

  1. ملا ای اس ای تر اوسه چا لیدلی نه ده چی نر ده که ښځه که بد اخلاقه چی مخ دیوال ته کوی او کونه خلکو ته اړه ویې با ځنګه دی قصاص حدود جاری کویې دا دی پاکستان غلام او دی افغان ملت سر سخته دښمن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب