پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهبریتانیا افغان هوايي ډګرونو ته څېرمه د تروريستي پېښو خبرداری ورکړی

بریتانیا افغان هوايي ډګرونو ته څېرمه د تروريستي پېښو خبرداری ورکړی

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د خپلو اتباعو د نه ورتلو په اړه رسمي سپارښتنه کړې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان ته د تلونکو اتباعو د نیول کیدو په اړه ېې انديښمن دی او د دې باور هم نه لري، چې په احتمالي ډول نیول کېدونکو بریتانویانو سره اړیکې ونيولی شي.

بریتانیا دغه راز د افغانستان هوايي ډګرونو ته څېرمه د تروريستي بریدونو د ترسره کیدو خبرداری ورکړی، خو په دې اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړي.

د طبيعي پېښو لکه: زلزلو او سېلاونو او نورو څخه د افغانستان اغېزمنتيا دغه هېواد ته د بریتانوي اتباعو د سفرونو د مخنيوي بل دلیل ښودل شوی.

بریتانیا باور لري، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو وروسته د افغانستان په مختلفو سيمو کې سفرونه خطرناک او د تروريستي بریدونو احتمال زيات دی.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب