Homeخبرونهپر کابل د روان ژمي لومړنۍ واوره وورېده

پر کابل د روان ژمي لومړنۍ واوره وورېده

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ پر کابل ښار نن شپه د روان ژمي لومړنۍ واوره وریدلې ده.

يو شمير کابل ښاریانو په دې مناسبت خوښي ښودلې او په ټولنيزو رسنيو کې ېې د واورې وریدو عکسونه خپاره کړي.

د طالبانو يو شمېر چارواکو او مطبوعاتي فعالانو بیا د واورې وریدو پر وخت د خپلو ځواکونو عکسونه خپاره کړي او په ساړه موسم کې ېې د خلکو د امنيت ساتلو لپاره د دوی هڅې ستایلي دي.

ځینو خلکو بیا د ژمي شدت سره په ټول هېواد او په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو د ژوند د ستونزو يادونه کړې او ویلي، چې د بشري او اقتصادي ناورين په دې شديد حالت کې به خلکو ته د ژوند د اړتیاوو تامينول ډېر ستونزمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...