پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامر بالمعروف جمهوري نظام د کابل له جوماتونو د لوډسپیکرونه په ليرې...

امر بالمعروف جمهوري نظام د کابل له جوماتونو د لوډسپیکرونه په ليرې کولو تورن کړ

تاند:(دوشنبه ،د عقرب در ویشتمه)‏‌ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له دې اعلان سره، چې ‏کابل کې يې څلور سوه لاسپیکرونه د آذان لپاره نصب او تر سل پورې مرکزونه فعال کړي، پرزول شوی جمهوري نظام له یو شمېر جوماتونو څخه د اذان د لوډسپیکرونو په ایسته کولو تورن کړی.

د طالبانو دغه وزارت د خپلې دغې ادعا په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو یو شمېر نورو ادارو او چارواکو هم پر جمهوري نظام ورته تورونه پورې کړي، خو د جمهوري نظام او په خاص ډول د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پلویان باور لري، چې د ښاغلي غني د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په تاريخ کې تر بل هر حکومت جوماتونو ته ډېره پاملرنه شوې او تر شاوخوا زړو پورې جوماتونه یوازې د اشرف غني د واکمنۍ لاسته راوړنې دي.

د طالبانو دغې ادعا ته ډېرو بهر مېشتو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه ښودلي او دا یې بې بنياده خبرې ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...