جمعه, مې 10, 2024
Home+د زیږونونو ترمنځ واټن ته نه پام روغتیایي زیانونه

د زیږونونو ترمنځ واټن ته نه پام روغتیایي زیانونه

لیکوال؛ ډاکټر علي (قمرزی)
د زیږونونو تر منځ واټن د کورني تنظیم (family planning) مهمه برخه ده. زموږ وطن کې د خلکو خصوصآ مېندو، پلرونو علمي سطحې کموالی، ناسم مذهبي ذهنیتونه او عامه پوهاوی کمښت له امله د کورني تنظیم دا اړینه برخه خلک جدي نه نیسي.
اسلام مبارک دین د زیږونونو تر منځ په واټن (دمې) او کوچني ته تر دوه کالو پورې د مور شیدو په مرسته تغذیې تاکید کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم د زیږونونو تر منځ واټن ۱۸ نه تر ۲۴ میاشتو پورې سپارښتنه کوي. د ۱۸ میاشتو مودې نه وړاندې بل زیږون نه دا چې د ټولنیزو، اقتصادي ستونزو بلکې د لاندې روغتیایي ستونزو سبب ګرځیدای شي.
۱- ماشوم د مور شیدو څخه بې برخې کیږي، مور شیدې چې ماشوم او مېندو دواړو ته حیاتي ارزښت لري او ډيرې روغتیایي ګټې لري. مصنوعي شیدې او  حیواناتو شیدې هیڅکله د مور شیدو ځای نه شي نیولای.
۲ـ د مودې وړاندې ماشوم زیږیدنه: کله چې ماشوم د مور بلاربښت ۳۷ اونۍ څخه وړاندی وزیږیږي، د وخت وړاندې زیږیدنه (premature birth) بلل کیږي.
۳ـ کم وزنه ماشوم زیږیدنه: هر کله چې ماشوم ۲۵۰۰ ګرام څخه کم وزن وزیږیږي مونږ یې low birth weight بولو.
پورتني دواړه ګټګورۍ ماشومان په سمه توګه جسمي دماغي پوخوالی نه لري، دوې کې د مړیني احتمال سلنه  لوړه ده. که چیرته دا ماشومان ژوندي پاتې شي، دوې زیاتره معوبیتونه لري.
دا چې د دوی د بدن معافیت کمزوری وي تل د مختلفو روغتیایې ستونزو او انتاناتو سره مخ وي.
۴- هغه میندې چې ژر زیږونونه کوي دوې ماشومان په زیاته سلنه ولادي انومالیو او تشوشاتو سره نړۍ ته راځي.
۵- هغه میندې چې د زیږونونو تر منځ واټن په پام کې نه نیسي، په امیندواری دوران کې په وینه لږۍ (کمخوني) اخته کیدو، د امیندواری اخري درې میاشتو (trimester) کې وینه بهیدنه او د پلاسنتا تشوشات پکې رامنځته کیدای شي.
 ۶- ژر ژر زیږونونه د مور په روان او دماغو ناوړه تاثیر کوي، داسې میندې زیاتره روحي تشوشات لري او همدارنګه د زیږون وروسته ژور خفګان (Postpartum depression) شاید اخته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب