جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپاکستاني طالبانو د جنګي عملیاتو ترڅنګ تبلیغاتي فعالیتونه هم پراخ کړي

پاکستاني طالبانو د جنګي عملیاتو ترڅنګ تبلیغاتي فعالیتونه هم پراخ کړي

تاند(شنبه، د عقرب ۲۸ مه)  پاکستاني طالبانو د جنګي فعالیتونو د زیاتولو ترڅنګ تبلیغاتي فعالیتونه هم پراخ کړي دي.

په خیبر پښتنوخوا کې خلک وايي چې له څو اوونیو راهیسې د ټي ټي پي له لوري راډیويي خپرونې پیل شوي دي.

د ځايي اوسېدونکي وايي چې پاکستاني طالبان د پاڅون په نوم خپله راډیويي خپرونې د انترنیټ له لارې خپروي.

د دوی په وینا په دې یو ساعته خپرونو کې د تحریک له مشرانو سره مرکې او د جنګي عملیاتو خبرونه شامل دي.

د پاکستاني طالبانو په پاڅون خپرونه کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونو ته د بلنې ترڅنګ د ټولو بندیانو د خلاصون غوښتنه کېږي.

تر دې پخوا په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې پاکستاني طالبانو وروسته له دې چې سوات ونیوه، راډیويي خپرونې پیل کړې. د هماغه خپرونو له کبله د طالبانو د وخت مشر ملا فضل الله په ملا راډیو مشهور شو.

د چارو کتونکي وايي، د دې لپاره چې اوس طالبان په جوماتونو کې جګړې ته خلک نه شي بللی ځکه چې پر جوماتونو د پوځ او استخباراتو څار ډیر دی، راډیو د دوی لپاره د کسانو د جلب و جذب لپاره ښه وسیله ده.

په همدې حال کې پاکستاني طالبانو د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف بریدونو ته شدت ورکړی دی.

تر ټولو په وروستي برید کې، چې پرون مازدیګر وشو، شپږ تنه ووژل شول.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دغه چاودنه د جنوبي وزیرستان په چمکالۍ سیمه کې شوې ده.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي سلیم مروت وویل، د چاودنې هدف پنځه تنه پخواني افراطي وسله وال وو، چې تازه له حکومتي ځواکونو سره ملګري شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب