سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد ډنډ‌و پټان اړوند پر دیورذند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو...

د ډنډ‌و پټان اړوند پر دیورذند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند (شنبه، د عقرب ۲۸ مه) راپورونه وايي چې د پکتیا ولایت د ډنډ و پټان اړوند پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن (شنبه) یو وار بیا نښته شوې ده.

دوو تنو ځايي اوسېدونکو احمد نور او حبیب الرحمان تاند ته وویل چې پر کرښه نښته شوې او دواړو خواوو د یو بل خلاف له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.

د دوی په وینا نښته هغه مهال ونښته چې پاکستاني پوځیانو غوښتل د ډیورند کرښې دې خوا ته ازغن تار نصب کړي خو افغان طالب ځواکونو یې مخالفت وکړ.

په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویندوی محمدبار جواد دا پېښه تایید کړه خو نور جزییات یې حرګند نه کړل.

تر دې پخوا په ځلونو ځايي اوسېدونکو د پاکستاني پوځیانو له لوري د افغانستان په خاوره کې د ازغن سیم د تیرولو مخه نیولې او له پاکستاني پوځیانو سره یې، چې دوی یې پنجابي ځواکونه بولي، وسله واله نښته کړې ده.

د ډیورند کرښې د دواړو خواوو اوسیدونکي د پاکستان له لوري د پښتنو په منځ کې د ازغن دېوال د جوړولو مخالفت کوي خو پاکستان وايي چې دا سیم د دې لپاره تیروي چې د افغانستان له لوري ترهګر د دوی خوا ته اوړي اوهلته پر پاکستاني پوخیانو بریدونه کوي.

 د کرښې په اوږدو کې اکثره خلک د پاکستان له دې اقدام سره په دې زیات مخالفت کوي چې پاکستاني پوځیان په ډیرو ځایونو کې له ډیورند کرښې د دې خوا په سیمو کې اغزن سیم تیروي او په دې توګه د افغانستان نوره خاوره هم له خپلې مقبوضه خاورې سره یوځای کوي.

د وروستۍ نښتې، چې د ډند و پټان ولسوالۍ اړوند، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شوې، د مرګ ژوبلو په اړه د افغانستان او پاکستان حکومتونو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د خپل یو پوځي د وژل کېدو په پلمه افغانستان ته د اقتصادي تاوان د اړولو په خاطر نن په پنځمه ورځ هم د سپین بولدک – چمن لار نه ده پرانیستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب