شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهنړيوال سور صلیب: افغانان روان ژمي سره د خپلې بقا جګړه کوي

نړيوال سور صلیب: افغانان روان ژمي سره د خپلې بقا جګړه کوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) د سره صليب نړيوالې ادارې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی.

سرچينه زياتوي، چې په روان ژمي کې له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره میلیونونه مخامخ افغانان د خپل ژوند د بقا لپاره ګڼو ستونزو سره جنګیږي.

د سره صليب ادارې مشرې مارتین شوپ په دغه راپور کې د نړیوالو له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې په رسميت نه پېژندل او اقتصادي بندیزونه، د افغانستان بانګ د ميلياردونو ډالرو کنګل کیدل او ګڼ نور لاملونه د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورين اصلي سرچینې دي.

سره صليب په ژمي کې د بشري ناورين د شدت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دې موسم کې ډېر افغانان د خپل کور توکي پلوري څو د ژمي په سختو ورځو کې يې ساړه او لوږه اولادونه ونه وژني.

دغه اداره له خپله اړخه شاوخوا يو نيم زر افغان روغتيايي کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه يادوي، چې د دوی د ژوند د تامين او نورو ته یې د روغتيايي خدمتونو د برابرولو سبب شوي دي.

سره صليب په ژمي کې ۲۴ میلیونه افغانانو ته د عاجلو مرستو په رسیدو ټینګار کړی او ویلي، چې ډېری افغانان په خاص ډول کونډې او يتيمان په درېیو وختونو کې د يوه وخت د غذا په برابرولو هم نه توانیږي.

دا نړيوال سازمان يو ځل بيا د طالبانو له واکمنيدو سره د ۷۰۰ زرو افغانانو د بې کاره کیدو خبر ورکوي، هغه ادعا چې مخکې طالبانو رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب