یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد نورستان ۸۰سلنه له مخابراتي خدمتونو څخه برخمنه شوه

د نورستان ۸۰سلنه له مخابراتي خدمتونو څخه برخمنه شوه

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) د نورستان لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم او مخابراتي چارواکو په يوه غونډه کې خبر ورکړی، چې د نورستان ۸۰ سلنه سیمو ته ېې مخابراتي خدمتونه فعاله کړي دي.

د نوموړي په وينا، د مرکز په شمول په واما، وانت وایګل، نورګرام او منډول ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه فعال اوپه یو شمېر ولسوالیو کې د 3G په وړتیا د انټرنټ سربېره يې په مرکز کې په لومړي ځل په غوره کیفیت د 4Gانټرنټي خدمتونه فعال کړي .

نوموړی زیاتوي،چې د یوشمېر نوو انتنونو د نصب په پروسه کې يې د دې انتنونو لپاره بادي برېښنا وسایل هم نصب کړي دي، چې د اړتیا پروخت به ترې استفاده کېږي .

د هغه په خبره له دې مخکې چې په دې ولایت کې په کومو سیمو کې مخابراتي خدمتونه فعال و د نورو هېوادونو د سپوږمکیو له لارې د ټکس په ورکړه وړاندې کېدل ،کیفیت يې کمزوری او بيې يې لوړې وې، اوس يې په مخامخ ډول د (یو بل سره د نښلولو )له لارې د کیفیت د ښه کېدو ترڅنګ په قیمتونو کې هم ښه والی راغلی او مالیه يې هم بېرون ته د وتلو پرځای د هېواد خزانې ته ځي .

د نورستان والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسوولين له دې کبله وستایل.

په دې اړه د نورستان له ځايي خلکو سره په خبرو ونه توانیدو.

نورستان د افغانستان له محدودو ولايتونو څخه و، چې د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال یې له مرکز او محدودو سیمو پرته نورو سیمو مخابراتي خدمتونه نه لرل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب