چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د رنګونو په وسیله درملنه

د رنګونو په وسیله درملنه

لیکوال: ډاکتر محمدالسقا عيد

ژباړن: عبدالحق ثاقب (هزارناوی)

ډاکتر سمير البهواشي وايې: الله جل جلاله د انسان په بدن کې داسې توکي، وړانګې اود بريښنا څپې پيدا کړي چې، له جهاني وړانګو او برقي ميقناطيسي څپو او د رنګونو خوځېدنې او رپېدا  سره پوره ورته والي لري او هر انسان ځانته جلا وړانګې لري، دا وړانګې د ګوتو او سترګو د نښو په څېر ددوه انسانانو يو ډول نه وي، بلکې له يو بل سره توپير لري.

دا وړانګې د څپو په اوږدوالي، غبرګون (انعکاس) او رپېدا کې له نورو سره توپير لري او د هر انسان وړانګې د بل انسان د وړانګو په څېر نه وي.

هر انسان نړۍ او نورو انسانانو ته خپلې ځانګړې وړانګې لېږدوي او له نړۍ او نورو انسانانو څخه نورې وړانګې اخلي، کله چې دا وړانګې سره نږدې والي او يو څه ورته والي ولري، نو په پايله کې يې ددوه انسانانو ترمنځ مينه، محبت او د ملګرتيا فضا رامنځته کيږي، او کله چې دا وړانګې سره ليرې او هيڅ ډول ورته والي ونه لري ،  نو بيا يې پايله هم بدله وي.

رنګ له وړانګې لرونکې  انرژۍ څخه عبارت دي، دا وړانګې په ټاکلې اندازه د څپو اوږدوالي لري، او د سترګو  شبکيه  (retina) چې رڼا راکشوي او بيا يې مغزو ته لېږدوي، دا وړانګې رنګونو ته ترجمه کوي.

د سترګو په پرده يا شبکيه کې درې رنګونه شتون لري چې، عبارت دي له زرغون (شين)، سور او  آسماني رنګ څخه ،او ددې درېو رنګونو له اختلاط او يوځاي کېدو څخه نور رنګونه جوړيږي .

کله چې د رڼا انرژي زموږ بدن ته ننوځي، نو سمدلاسه نخامي غده او سرابي جسم رابيداروي او په بدن کې هورمونونه افرازوي، د هرمونونو د افرازېدو په پايله کې زموږ په بدن کې يو شمېر فزيولوژيکي (تشريحي) عمليات رامنځته کيږي چې په پايله کې د رڼا داخل شوې انرژي زموږ په فکر (اند)، مزاج او سلوکو کې بدلون رامنځته کوي.

د حيرانتيا خبره خو لا داده چې رنګونه پر هغو کسانو هم اغېره لري چې ليدل نه شي کولي. او لامل يې هم  دهغو  انرژيو غبرګون دي چې د هغوی په بدن کې توليديږي. لرغونو چينيانو هم د نارغيو په درملنه کې دا نظريه پر مخ بيوله چې د (فينج شوي) په نامه ياديږي. او همدا راز فرعونيانو هم په اهرامو کې دننه د ميکروبونو د مخنيوي،د باکترياوو د وژلو او د موميايي ساتلو په موخه د (زرغون نه آخوا) رنګ څخه کار اخيست.

د پوهانو يوې ډلې ځينې داسې وسايل کشف کړي چې له مخې يې ټول هغه نفسي يا جسمي غبرګونونه ثبتوي چې د رنګونو د اغېز په پايله کې له انسان څخه صادريږي. له دې وسايلو په څخه په استفادې سره دا مالومه شوه چې هر رنګ پر انسان بېلا بېلې اغېزې لري، نو کله چې د انسان د زړه ټکان تېزيږي، د سترګو جېږمې (ځېږمې) يې په تناوب سره خلاصيږي او بنديږي، او په ورغوي کې يې د لندبل (رطوبت) او زياتو خولو په پايله کې د برق د توليد او تودوخې (حرارت) کچه لوړيږي، او هغه چې زموږ د مغزو د فعاليت توپير په ګوته کوي ، دا ټول هغه څه دي چې پر انسان د رنګونو د اغېزو په پايله کې رامنځته کيږي.

ځينو څېړنو د دې موضوع په اړه مهمې پايلې لاسته راوړي، په ۱۸۷۸ ميلادي کال کې ساينس پوه (ډي. بي. ګاډيالي) هغه علمي مبادي کشف کړل چې له مخې يې دا روښانه کړه چې ولې او  څنګه د رنګونو  وړانګې د درملنې په برخه کې اغېزمنې دي؟ او د رنګونو مختلفې وړانګې د انسان د مختلفو ناروغيو لپاره څنګه درملنه ده؟

په ۱۹۳۳ زيږديز کال کې يې له څو کلونو څېړنو وروسته د کمان رستم (رنګين کمان) د رنګونو د پرتلنې په اړه يوه موسوعه (دايرة المعارف) خپره کړه. دا دايرة المعارف په رنګونود درملنې په برخه کې ډېره ارزښتناکه ګڼل کيږي.

په رنګونو دعلاج په برخه کې چې کوم نظريات رامنځته شوي ، ټول د ګاډيالي له نظرياتو سرچينه اخلي.

هر ژوندي ژوي او د انسان د بدن هر نظام ځانګړي رنګ لري، دا رنګ د پارونې او تحريک دنده په غاړه لري، خو له بل پلوه ځينې نور رنګونه هم شته چې د بدن له همدې غړي او نظام فعاليت له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي او فعاليت يې کمزوري کوي.

کله چې يو انسان د رنګونو په ارزښت او دهغې پر اغېزو او ګټو پوه شي، کولي شي د ځان لپاره مناسب او د اړتيا وړ رنګ وټاکي، په دې کار سره به هغه پر دې وتوانيږي چې په بدن کې له کاره لوېدلي غړي بيا په فعاليت راولي او يا د بدن په هغو نظامونو کې توازن لاسته راوړي چې له لاسه يې ورکړي وي.

هغه انسانان چې په ښه او سم حالت کې ژوند کوي، د هغوي لپاره اړينه ده چې بايد د بدن دننه د رنګونو د انرژيو ترمنځ توازن وساتي. او هر کله چې دا توازن له منځه لاړ شي نو په ناروغۍ اخته کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب