جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهسمنګاني پاکستان ته د يوه پاکستاني سرتیري د وژونکي سپارلو ادعا رد...

سمنګاني پاکستان ته د يوه پاکستاني سرتیري د وژونکي سپارلو ادعا رد کړه

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) د حکومت د رسنیو مرکز لپاره د طالبانو رييس مولوي انعام الله سمنګاني پاکستان ته د دغه هېواد د يوه سرتېري د وژونکي سپارل رد کړل.

ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې طالبانو د سپین بولدک = چکن ترمنځ د دوستۍ په دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو حمله کوونکی پاکستان ته سپارلی.

انعام الله سمنګاني د دغې ادعا له ردولو سره د دغه کس د هويت او برخليک په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان يو سرتيری تېره اونۍ هغه مهال په بولدک کې ووژل شو، چې ويل کيږي پاکستان ته د تلونکو افغان مېرمنو بې عزتي یې کوله.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه پاکستاني سرتېري په وژل کیدو خواشیني ښودلې او ویلي، چې نوموړی د يوه نامعلوم کس له لوري وژل شوی او دوی یې په اړه پلټنې کوي.

څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه طالب ډوله کس د يوې ویډیو له خپرولو سره وويل، چې احمدالله بلال نومیږي او پاکستانی عسکر ده وژلی.

په دې اړه نور جزیيات دلته ولولئ:

د پاکستاني سرتېري وژونکی ط-اب:د افغان مېرمنو پت مې ګټلی، ننګ را باندې وکړئ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب