دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهډنډ پټان کې د پاکستان پر ضد ولسي لښکر جګړې ته راوتی

ډنډ پټان کې د پاکستان پر ضد ولسي لښکر جګړې ته راوتی

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) د پکتيا له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه ولسي سرچينو د پاکستان د توغندیزو بريدونو خلاف د ولسي لښکر د جګړې د چمتووالي خبر ورکوي.

د پکتيا اوسيدونکي او لیکوال بخت مرجان بختيار په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:« ډنډې پټان کې له پاکستاني ملېشو سره جګړه روانه ده. نامرده پنجابیان پر کلیو هاوانونه توغوي.»

ښاغلی بختيار زياتوي، چې د سیمې ځوانانو هم ملاوې تړلې دي او د پاکستاني لورې دوې پوستې سقوط شوې دي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له ډنډ پټان څخه له څو ورځو راهيسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د جګړو خبرونه ورکړل شوي.

پاکستان په وروستيو کې، افغان کډوالو او په خاص ډول ښځينه وو سره د ناوړه چلند تر څنګ په بولدک -چمن کې د طالبانو ځواکونو سره نښتې کړي.

په دې اړه نور جزییات دلته ولولئ:

د پاکستان لخوا د بولدک لارې د تړلو یوه اونۍ پوره کیدل؛ط-ان: سبا بیرته خلاصیږي

د پاکستاني سرتېري وژونکی ط-اب:د افغان مېرمنو پت مې ګټلی، ننګ را باندې وکړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب