Home+د اکرم عثمان دریم ادبي فيسټيوال

د اکرم عثمان دریم ادبي فيسټيوال

خاص د لنډو كيسو لپاره

د فردا کلوب د اروا ښاد ډاکټر صاحب اکرم عثمان د لوړو ادبي او ځلاندو کړنو  په پار دریم ادبي،  کيسيز فيسټيوال د اکرم عثمان د ادبي جايزې په نامه جوړوي. د دغه فيسټيوال هدف په ځانګړي توګه د لنډې کیسې ليکلو په ډګر کي د افغانستان د نویو او تکړه څېرو معرفي ده. د دغه فيسټيوال مديريت ټولو کیسه لیکوالو ته که په هيواد  کې دننه او يا له هيواده بهر وي بلنه ور کوي، چي د خپلو دوو لنډو کیسو د را لېږلو له لاري په دغه فيسټيوال کي ګډون و کړي. د دغه فيسټيوال صلاحيت لرونکي کتونکي به درېيو ښو غوره شويو  لنډو کیسو ته د (اکرم عثمان) ادبي جايزه ورکړي. د دغه فيسټيوال ټاکل شوي يا انتخاب شوې کیسې به د يوه خاص کتاب په بڼه چاپ شي.

په فيسټيوال کي د ګډون شرايط:

۱. ستاسي ليکلي داستاني (کيسه ايز) آثار بايد د ۲۰۲۲ کال د نومبر۱څخه د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له ٣۱ نېټې پوري د فيسټيوال ادارې ته را و رسېږي .

۲.  ليکونکي يواځې دوه داستانونه په دري او یا پښتو ژبو راوليږي.

۳. ټول اثار بايد په word ليکل شوي، د (attachment) ضميمه فايل ته، د برښنايي پستې له لاري

 ( [email protected]) ته، د « د اکرم  عثمان ادبي فيسټيوال لپاره »  تر عنوان لاندي را و لېږل شي .

۴. د اثر د څښتن پوره مشخصات (نوم، کورنی نوم، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای،  د اوسېدو اوسنی ځای، د تحصيلاتو کچه، که چاپ شوي آثار و لری، د اثر نوم، د پستې نښاني، د تليفون نومره) دي په يوه ځانګړې پاڼه کي، د ټيپ شوو آثارو سره يو ځای راولېږي.

وخت: شنبه ۱۶ غویی ۱۴٠٢
مکان: استکهلم ـ سویدن
د کلتور رود د اداری په په همکارۍ

د اکرم عثمان د ادبي فيسټيوال مديريت
فردا کلتوري کلب په سویډن کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...