پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لخوا د بولدک لارې د تړلو یوه اونۍ پوره کیدل؛ط-ان:...

د پاکستان لخوا د بولدک لارې د تړلو یوه اونۍ پوره کیدل؛ط-ان: سبا بیرته خلاصیږي

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) په داسې حال کې چې د کندهار د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ د دروازې د تړل کیدو يوه اونۍ پوره کیږي او خلک له دې کبله له ډېرو ستونزو شکایت لري، طالب چارواکو ویلي چې سبا به دغه لاره بیرته پرانیستل شي.

د طالب سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې اړه ېې پاکستاني چارواکو سره مذاکرات په بریالیتوب پای ته رسیدلي او ژمنه شوې چې دغه دروازه به سبا سهار د مسافرو او ترانزیټ پرمخ خلاصیږي.

 د کندهار د بهرنیو چارو ریاست لپاره د طالبانو سرپرست ملا عبدالشکور حقاني وایي, له پاکستاني لوري سره تر دوه ځلي لیدني وروسته ژمنه ورکړل شوې چې د سپین بولدک – چمن تر منځ لار به سبا دوشنبه د مسافرو د تګ راتګ او سوداګري پر مخ خلاصه وي.

د سپین بولدک – چمن ترمنځ دروازه د تیري یکشنبې په ورځ د یوه نامعلوم کس لخوا په دروازه کې پر پاکستاني سرحدي ځواکونو تر وسله وال برید وروسته وتړل شوه.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وه تر هغې چې قاتل نه وي ورته سپارل شوی دروازه به د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

نن اوومه ورځ ده چې د سپین بولدک – چمن لاره بنده ده او له کبله یې دواړو خواوو ته زرګونه مسافر او باروړونکي موټر منتظر پاتې دي.

دا لاره د تېرې یکشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان په یو اړخیز ډول بنده کړه چې یوه نامعلوم وسله وال د دوستي په نوم دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې او لږترلږه یو تن یې وواژه.

پاکستان له طالبانو د حمله کوونکي د ورسپارلو غوښتنه کوي.

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د دغه هیواد چارواکو د افغانستان له طالب چارواکو سره په خبرو کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره د یوه ګډ میکانیزم د جوړېدو په اړه د نظرتبادله وکړه.

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر خلکو انديښنه ښودلې، چې د طالبانو چارواکي ممکن پر پاکستاني لوري ډزې کوونکی کس پاکستان ته سپارلی وي او یا ېې وسپاري.

څو ورځې مخکې د احمد الله بلال په نوم يوه تن، چې ځان په بولدک کې د طالبانو عسکر باله، د پاکستاني سرتېري د وژلو ادعا وکړه او دليل ېې د دغو سرتېرو لخوا د افغان مېرمنو بې عزتي او سپکاوی ياد کړ.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې ډزې کوونکی کس معلوم نه دی چې څوک دی، خو دوی د پاکستاني سرتېري په وژلو خواشیني دي او د پېښې پلټنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب