یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهط-ان د تبلیغاتي ګروپونو په جوړولو کار کوي

ط-ان د تبلیغاتي ګروپونو په جوړولو کار کوي

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) د طالبانو د ادارې څو باوري سرچينو تاند ته تایيد کړه، چې د دغې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورې اړوندې ادارې د بېلابېلو تبلیغاتي ګروپونو په جوړولو کار کوي.

تاند ته رسیدلي معلومات څرګندوي، چې په دې اړه د طالبانو يو شمېر تبلیغاتي مسوولین تېره اونۍ جلال اباد ته تللي او د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې ېې د خپلو تبلیغاتي چارو لپاره اجرايه غونډې کړي.

په ورته وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو چارواکو پرون يو شمېر ځوانانو سره غونډې کړي او د « اسلامپالو مبارزینو» په نوم يې د تبليغاتي چارو لپاره د دوی د فعالولو په اړه خبرې ورسره کړي.

د طالبانو دغه رياست په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې رئیس يې مولوي نور احمد سعيد د طالبانو دغې تبليغاتي ډلې ته ویلي:« د طالبانو پالیسي په نړيواله کچه د ټولو هېوادونو او نظامونو له پاليسيو څخه غوره ده.»

معلومه نه ده، چې طالبان دغو تبليغاتي ډلو ته څه امکانات ورکوي، خو ويل کيږي چې تر دې وروسته همداسې تبليغاتي چارو کې همکاري د طالبانو په ادارو کې د ګومارنو يو اصل ګرځول کیږي.

د طالبانو منتقدین د ځان په ګټه تبلیغات د دوی حق بولي، خو نيوکه کوي چې مبلغين يې له اسلامي ادعاوو سره خپلو منتقدانو ته په پراخه کچه ناموسي کنځلې کوي او د ټولنيزو اخلاقو کرښې ماتوي.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو خپل مخالفین یې تورن کړي، چې د دوی په خلاف بې ځایه تبلیغات کوي.

1 COMMENT

  1. طالبه خنزیره !! تا خو په افغانستان کې اسلام ته قبر جوړ کړ الله جلاالله د تباه کړه. کوم مبارزین ! کله سي تا افغانستان د پنجاب سوبه وګرزول !😡🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب