پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد فراه په شېخ ابو نصر فراهي بندر کې اور لګېدلی

د فراه په شېخ ابو نصر فراهي بندر کې اور لګېدلی

تاند ( شنبه، د حوت ۱۶) د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی شاه محمود نعیمي وايي چې ابو نصر فراهي بندر کې د سون توکو په یوه زېرمه کې اور لګېدلی دی.

هغه وايي اور  تراوسه نه ده مهار شوی خو د مهارولو هڅې یې روانې دي.

په ورته مهال د فراه والي تاج محمد جاهد بیا وایي د اور د مهار لپاره یې د ګاونډي هیواد ایران څخه هم د مرستې غوښتنه کړې او تردې دمه له ایران څخه د اور وژنې څلور موټر را رسېدلي.

والي وایې ګڼو بار موټرونو ته یې ایران هیواد ته د تګ اجازه ور کړې او هڅه کیږي چې د اور سیمې ته نيږدې موټرې لرې سیموته ولېږدوي.

د والي په وینا د ایران هیواد د خراسان جنوبي ولایت والي سره یې هم خبرې کړې چې وروسته به د اور وژنې نور امکانات هم را ورسیږي.

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اور لګېدلی؛ له ناټو او ایران د مرستې غوښتنه شوې

تراوسه د اور لګېدنې علت نه دی څرګند شوی.

بل لورته عیني شاهدان بیا وايي چې د تیلو ټانکرونو اور اخیستی او تر اوسه نه ده مهار شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب