چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد هرات په اسلام کلا ګمرک کې اور لګېدلی؛ له ناټو او...

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اور لګېدلی؛ له ناټو او ایران د مرستې غوښتنه شوې

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د هرات ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله له نفتي موادو ډک لسګونو ټانکرونو اور اخیستی.

د هرات والي وحید قتالي وايي د بهرنیو چارو وزارت له خوا له ایران سره خبري روانې دي چې ژر تر ژره په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي خو لا تر اوسه سیمې ته د ګاونډي هېواد ایران له خوا د اور وژنې کوم ټیم نه دی رسېدلی.

که څه هم والي د اورلګېدنې له امله د رامنځته شویو زیانونو په هکله څه نه دي ویلي، خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې تر اوسه په اسلام قلعه بندر کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله سوداګرو ته تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د هرات د سوداګرۍ خونې رییس یونس قاضي زاده وايي چې په دې اورلګېدنه کې افغان سوداګر سخت زیانمن شوي دي.

د هرات ځايي چارواکو ويلي چې له ايرانه او ناټو يې د اور وژنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د هرات د روغتیا ریاست چارواکي وایي چې ددې ولایت اسلام قلعه گمرک کې د اورلگیدنې له امله تر اوسه ۱۷ تنه ژوبل شوي چې د دوه تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

دغه پېښه نن شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د اسلام قلعه په ګمرک کې د ګازو یو ډک ټانکر چاودنه وکړه.

د هرات په ګمرک کې اور لګېدلی؛ مسؤلینو له ایران د مرستې غوښتنه کړې

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د نفتي موادو لسګونه ټانکرونه سوځېدلي او چاودلي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې د اورلګېدنې د مهارولو او له سیمې څخه د نقلیه وسایطو د اېستلو هڅې روانې دي.

د ښاغلي قتالي په خبره چې اور ډېر پراخ دی او د مهارولو لپاره یې په هرات کې ټول شته امکانات په کار اچولي دي.

نوموړی زیاتوي چې د اور د مهارولو لپاره یې د ایران د اطفایې له ټیمونو هم د مرستې غوښتنه کړې.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یونس قازیزاده هم وايي چې ددې اورلګېدنې له امله د ال پي جي یا ګازو لسګونه ټانکرونه سوزېدلي او سخت مالي زیانونه یې اړولي دي.

تر اوسه د اورلګېدنې لامل او له امله یې د اوښتو ځاني او مالي زیانونه په هکله کره معلومات په لاس کې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب