Homeخبرونهسټارویډس: افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدل امریکا خوندي کوي

سټارویډس: افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدل امریکا خوندي کوي

تاند(شنبه، د دلوې ۲۵) د ناټو ځواکونو یو تن پخواني امریکایي قومندان جنرال جیمس سټارویډس ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ساتل د امریکا له امنیت سره د پام وړ مرسته کوي.

سټارویډس زیاته کړې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو برخه کې له خپلو متحدینو ځانګړې توګه د ناټو له رهبرۍ سره مشوره وکړي او د هغو په خوښه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو حضور تنظیم کړي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، امریکا باید تېر ته په کتو داسې پرېکړه ونه کړي چې بیا بېرته راتګ ته مجبوره شي.

د هغه په وینا، امریکا ته په کار ده چې شرایطو ته په کتو او د دې تضمین په ترلاسه کولو سره خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي چې دا هېواد به بېرته د ترهګرو پر خوندي ځاله او نړۍ ته په یو سرخوږي نه بدلېږي.

هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا د سپټمبر میاشتې د یوولسمې تکرار نه غواړي نو تر یو مناسب فرصت پورې دې خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې اوس تازه د امریکا نظامي او اطلاعاتي چارواکو ویلي چې د داعش ډله هم پراخو بریدونو ته د چمتوالي په حال کې ده.

د داعش خراسان ډله چې تر ډیره یې فعالیتونه د افغانستان مربوط کېږي تېر کال یې د انزوا راپورنه ورکړل شوي وو اوس بېرته د رشد په حال کې ده.

امریکایي چارواکي وایي، دغې ډلې تېر کال په ننګرهار او کونړ کې تر پراخو فشارونو لاندې د جګړې وړتیا له لاسه ورکړه او تر نیمایي ډېر وسله وال یې ووژل شول خو اوس بېرته د راپورته کېدو په حال کې ده.

د امریکایي چارواکو په خبره، د داعش ډلې په اړه تازه اطلاعات دا دي چې د دغې ډلې د وسله والو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته راټیټ شوی، له همدې امله یې جګړې کمې کړې خو ښایي یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...