Homeخبرونهنړیوال بانک افغانستان سره ۱۱۳ میلیونه ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک افغانستان سره ۱۱۳ میلیونه ډالر مرسته کوي

تاند(شنبه، د دلوې ۲۵) د افغانستان د مالیې وزارت وایي، نړیوال بانک له افغانستان سره د کورونا واکسین د تمویل په برخه کې ۱۱۳ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د مالیې له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ماليې وزارت مالي مرستيال ښاغلي عبدالحبيب ځدران د عامې روغتيا وزارت، نړيوال بانک او د اسيا پراختيايې بانک له استازو سره وکتل.

خبرپاڼه لیکي، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د کورونا واکسين په تمويل، په دې برخه کې د مرستو د اغيزمن لګښت او له مرسته کيدونکو تجهيزاتو څخه د ښې ګټې اخيستنې لپاره په پلان جوړولو او يو شمير نورو اړوندو مسايلو په ټراو بحث او نظرونو تبادله شوه.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوى ده چې په افغانستان کې د کورونا واکسين د تمويل په موخه نړيوال بانک ١١٣ ميليونه امريکايې ډالر او د اسيا پراختيایې بانک ٥٠ ميليونه امرکايې ډالره مرسته وکړي.

د یاد وزارت په خبره په دې ناسته کې د نړيوال بانک له لوري د ١١٣ ميليونه ډالرو د کيدونکې مرستې هوکړه نهايې او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکې کې لاسليک شي.

دا په داسې حال کې دی چی نړیوال بانک تردې وړاندې هم له افغانستان سره د بیارغونې او له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مرستې کړي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...