جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهمحب: طالبان جګړه غواړي او له سولې سره هېڅ علاقه نه لري

محب: طالبان جګړه غواړي او له سولې سره هېڅ علاقه نه لري

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵) د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي وسله وال طالب له سولې سره علاقه مندي نه لري او ټول پام یې جګړې ته اړولی دی.

هغه وايي د حکومت مرکچي پلاوی لاهم دوحه کې دی او د سولې خبرو لپاره پوره چمتووالی لري.

حمدالله محب نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال زیاته کړه طالبان د دې لپاره چې اوربند او سوله وکړي برعکس راتلونکي کال لپاره جګړې ته په چمتووالي بوخت دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې: « طالبان مطلق واک غواړي او د طالبانو باداران د افغانستان ویجاړول غواړي، که ډاډ ترلاسه شي چې طالبان واقعي سوله غواړي، چمتو یو چې قرباني ورکړو».

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډیویډ پېټریس هم په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي.

هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو د خوشي کولو او همدا راز له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...