دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+بریالۍ او سمه پرېکړه| جنرال دولت وزیري

بریالۍ او سمه پرېکړه| جنرال دولت وزیري

کله چې انسانان غواړي د یوه کار د کولو په هکله پرېکړه وکړي، تل له خنډونو سره مخ وي، ځینې خنډونه فزیکي او ځینې یې ذهني دي. د هرې لویې او یا هم وړې پرېکړې پر مهال انسان له دې وېره لري چې ایا د ده دغه پرېکړه به سمه او بریالۍ وي او يا برعکس.

 د پرېکړې پر وخت وېره د دې له امله وي چې ده ته به تل ویل شوي وي چې ډېر پام کوه، که چېرې ناسمه پرېکړه وکړې ملګري، کورنۍ، مقام، پیسې، مینه او نور هر څه به له لاسه ورکړې. ځینې کسان د وړو اقداماتو لپاره هم رسک پر ځان نه مني. خو سمه خبره دا ده که کله یو څوک یو ځل ناسمه پرېکړه وکړي، له خپلې پرېکړې به زده کړه وکړي او تجربه به يې زیاته شي.

په هېڅ وخت کې باید له پرېکړې کولو څخه وېرې ته په زړه کې ځای ور نه کړئ. که غواړئ چې ژوند مو بدل شي خپل فکر مو بدل کړئ او زړورتيا له لاسه مه ورکوئ. تر هغو چې تېروتنه ونه کړئ زده کړه نه شئ کولی. چې زده کړه ونه کړئ پرمختګ نه شئ کولی.

ډېر وخت داسې شوي دي چې یو کس د نوې دندې او یا د یوه نوي کار د پیلېدو پر وخت په دوه لارې کې ولاړ وي. وايي، که نوې دندې ته لاړ شم او په کې موفق نه شم، اوسنۍ دنده به هم له لاسه ورکړم او که نوی کار پیل کړم او تاوان وکړم بیا به څه کوم. نه پوهئږي چې څه وکړي، همدغه دی چې موقع له لاسه ورکوي او پر خپل وخت پرېکړه نه شي کولای. پر هغه دنده هم بل کس ټاکل کېږي او دی مجبوره دی خپلې زړې دندې ته چې د ده به خوښه هم نه وي دوام ورکړي. هغه زوړ ملا او زړې تراویح به وي.

 یوه درېیمه لار هم شته خو جرئت غواړي، که ووايي، چې نوې دنده یا نوی کار پیلوم که ګټه شوه خو ښه تر ښه او که تاوان شو د بلې دندې او یا بل کار له پاره خو به زده کړه وکړم او را ته ښه تجربه خو به شي. د درېيمې لارې په ټاکلو کې هېڅ وخت څوک زیان نه ګوري، ځکه په هر حالت کې د ده په کې ګټه ده، یا بريا ده او یا د ډېرې غني تجربې لاس ته راوړل دي.

انسانان ټول وخت د بریا په فکر کې وي، ډېر په مشکله ناکامۍ او زیان ته غاړه ږدي. په داسې حالاتو کې اړينه ده چې مخکې له پرېکړې له ځان سره ووايي چې زه يې کولای شم.

په دې صورت کې مو وېره پای ته رسېږي او وروسته له پرېکړې ووايي چې نړۍ د نوو کارونو او تجربو د زده کولو له پاره ښه ښوونځی دی او په ټینګار سره ووايي چې ماته د خپلې پرېکړې هره پایله د منلو وړ ده که په تاوان هم وي. کلک هوډ په هر انسان کې د انرژۍ یوه چینه خوټوي چې د ډېرو کارونو توان هم ورکوي.

د پرېکړې کولو پر مهال که له مسلکي او باتجربه کسانو سره مشوره وکړئ دا هم له تاسو سره مرسته کوي، په دې شرط چې هغه کسان تاسو له خپلې لارې په شا نه کړي او په منفي سوچونه ستاسو ذهن ته وېره وردننه نه کړي، بلکې داسې کسانو سره مشوره وکړئ چې تاسو وهڅوي، درته ووايي چې ته د دې کار وړتیا لرې، کولای شې او ستاسو ذهن ته د منفي سوچونو پر ځای مثبت سوچونه دننه کړي او له دې سره ستاسو وېرې ته د پای ټکی کښېږدي.

له کوچنيوالي موږ  هغه څه کوو چې نور يې راته وايي، که چېرې موږ له ځانه وپوښتو چې څه کوم، د څه له پاره يې کوم او څرنګه يې وکړم، د کولو له پاره له کومو امکاناتو کار واخلم بیا خو خبره اسانه ده، دې پوښتنو ته په ځواب ویلو سره هره پرېکړه مو چې کړې وي بیا خو بریا ستاسو په خوا ده.

ځینې کسان په ژوند کې ډېر جدي وي، د هر څه په هکله په سوچونو کې ډوب او له تشویشونو ډک وي. خبره اصلا داسې نه ده که مو یوه پرېکړه کې لږ تاوان وکړ دومره د پام وړ خبره نه ده. په پرېکړه کې به یا بریا وي او یا د تجربې زده کړه. په هر صورت په ګټه ده، دومره په دې د خپل ذهن بوخت ساتل په کار نه دي. راتلونکی هېڅوک کنترولولای نه شي یوازې پر ځای هڅې تاسو د بریا پر لوري رهنمايي کولای شي.

چې پرېکړه مو وکړه بیا يې مسولیت هم ومنئ، په دې صورت کې تاسو سره د پرېکړې کولو او عملي کولو کې مرسته کوي او زړور کوي مو. کله چې مو پرېکړه وکړه، وروسته يې وارزوئ که مو په زیان وه بدلون په کې راولئ. زړور عمل وکړئ له هېڅ شي وېره مه کوئ. شک ته په زړه کې ځای مه ورکوئ. پر خپله بریا باوري واوسئ.

وايي: له اډیسن يې پوښتنه وکړه چې د برېښنا د اختراع په لاره کې د ۹۹۹ ځلې ناکامۍ وروسته دې احساس څنګه و؟ د اډیسن ورته ځواب دا و، په دې پوه شوم چې په دې ۹۹۹ لارو برېښنا نه کشفېږي. په تېروتنو کې بايد زده کړه وشي. ناپليون د میږي د اوم ځل هڅې وروسته بریا وليدله چې د دويم ځل بریا له پاره يې پرېکره وکړه او بریالی هم شو.

پايله:

د پرېکړې پر وخت زړور اوسئ او له پرېکړې وروسته د ټولو شکونو دروازې وتړئ، یوازې پر خپلو بریاوو او ورتياوو باوری اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب