Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت غځوي

جرمني په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت غځوي

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، سرتېري به یې تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي څو پورې چې بین الافغاني مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته نه ويرسېدلي.

د هایکو ماس په خبره، مخکې له دې چې په افغانستان کې یې د سرتېرو ماموریت پای ته ورسېږي باید تمدید شي.

د فونکي میډیا ګروپ د هایکوماس په حواله خبر ورکړی چې ښایي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات تر مارچ مياشتې پورې کومې پایلې ته ونه رسېږي، نو ددغه هېواد  د سرتېرو د ماموريت موده دې هم وغځول شي.

نوموړي زیاته کړې چې جرمني غواړي دغه ماموریت د ایتلافي ملګرو سره یو ځای په مسؤلانه توګه پای ته ورسوي څو د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ نه شي.

جرمني په افغانستان کې شااوخوا ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د هایکو ماس دا وړاندیز باید د جرمني پارلمان تصویب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...