تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هر هغه روغتون چې د ټپي او د هغه د پایوازانو د هویت له ثبت څخه پرته د ټپي درملنه وکړي د جرم شریک او مجرم دی.
ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن سهار د شپږ نیمو بجو په امنیتي ناسته کې کړي او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې روغتونونه باید ټولې پېښې او د جرم قضیې ثبت او په همدې توګه مجبور دي چې ټولې قضیې له چارواکو سره شریکې کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال تر دې مخکې ویلي و، ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړي چې خپله سپرلي د پورته کېدو پر مهال تلاشي کړي.
د امرالله صالح په خبره، ترهګر له ټکسي موټرونو په استفادې ځانونه خپلو موخو ته رسوي چې له امله یې حکومت غواړي ځینې تدابیر ولري.
امرالله صالح: ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړو چې خپله سپرلي تلاشي کړي
صالح دغه راز د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پر موټریز کاروان برید غندلی او ددې کار پړه یې په طالبانو اچولې.
هغه زیاته کړې، طالبان د دې او نورو جرمونو په کولو سره د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو جرمونو قضیه نوره هم لویوي.
د یوناما د معلوماتو له مخې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ددې ادارې پر موټریز کاروان وسله وال برید کې پینځه امنیتي کسان وژل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف د وژل شويو افسرانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې او هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.