Homeخبرونهډیويډ پيټریس:طالبان فقط د امریکایانو ویستل او د بندیانو خوشي کول غواړي

ډیويډ پيټریس:طالبان فقط د امریکایانو ویستل او د بندیانو خوشي کول غواړي

تاند(شنبه، د دلوې ۲۵) د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي.

هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو د خوشي کولو او همدا راز له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.

بلخوا په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر هم د امریکايي ځواکونو ایستل خطرناک اقدام بللی دی.

د هغه په وینا که امریکایي حکومت د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي نو په افغانستان کې به د خونړۍ جګړې له امله ناورین رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره شپه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

د کربي په خبره په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

د هغه په وینا د سولې له خبرو سره هممهاله ټاکل شوې وه چې تاوتریخوالی کم شي، خو اوسنی روان تاوتریخوالی ښيي چې وضعیت کړکېچن دی او افغانان د جګړو له ډېرېدو اندېښنه لري.

پنټاګون تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده خو په دې تړاو یې خپل اقدامات نه دي روښانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...