یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۳ طالبان وژل...

د ملي دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۳ طالبان وژل شوي

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۸۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دفاع وزارت نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان ځواکونو په کندهار، ننګرهار، زابل، میدان وردګ، خوست، ارزګان، بلخ، کندوز او هلمند ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۵۳ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۳ طالبان وژل شوي، ۳۲ ټپیان شوي او ۵ کسان يې نیول شوي دي.»

دفاع وزارت وايي، ددې نښتو پر مهال د طالبانو یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوي، او ۳۸ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب