یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+کوواکس، له افغانستان سره ۱۶میلیونه ډوزه د کرونا ضد واکسینو مرسته...

کوواکس، له افغانستان سره ۱۶میلیونه ډوزه د کرونا ضد واکسینو مرسته کوي

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵ ) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي خبر ورکوي چې د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر چتر لاندې افغانستان سره د ۱۶ میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسینو مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، د کوواکس مرسته شوي واکسینو لومړۍ جوپه کې یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه واکسین شامل دي.

د دغه وزارت په وینا، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس واکسین له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.

باید وویل شي چې افغانستان تېره یکشنبه د کرونا ضد ۵۰۰ زره ډوزه واکسین چې د هندوستان هېواد له خوا مرسته شوي وو ترلاسه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب