یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملي امنیت په جلال اباد کې د داعش ډلې د هدفي وژنو...

ملي امنیت په جلال اباد کې د داعش ډلې د هدفي وژنو د غړي د وژل کېدو خبر ورکړ

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د داعش د هدفي وژنو غړی او اخطار ورکوونکی وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د جلال آباد ښار د ۶ ناحیې اړوند د خالص فامیلیو او ۲ ناحیې په مشکو کوڅه ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی او اخطار ورکوونکی وژل شوی او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو کسانو په جلال آباد ښار کې هدفي وژنې ترسره کولې او تر څنګ یې له عامو خلکو او سوداګرو پخپل زور پیسې اخیستې او له دې لارې به یې یاده ډله تمویلوله.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه توفنګچې هم ترلاسه کړي.

ددې پېښې په هکله تر اوسه د حکومت وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هدفي وژنو په تور څو کسان په جلال اباد ښار کې نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب