Homeخبرونهننګرهار او کونړ کې چاودنو د ملکیانو په ګډون ۷ پولیسو ته...

ننګرهار او کونړ کې چاودنو د ملکیانو په ګډون ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو د سرتېرو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وايي، نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند زیتونو فابریکې سیمه کې د زندان په یوه رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې ملکیان ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د سیمه ییزو پولیسو د ګزمې په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، په دغه چاودنه کې د محلي پولیسو د یوه ټولي قوماندان فیروز او د هغه یو بل سرتېری وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤلیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...