Homeخبرونهد کورنیو چارو وزرات: ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې ۱۲ پولیس...

د کورنیو چارو وزرات: ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې ۱۲ پولیس ټپيان کړي

تاند (شنبه د دلوې ۲۵) د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ۷ پولیس ټپیان کړي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چاودنه نن سهار شاوخوا ۷ بجې او ۳۰ دقیقې د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سیمه کې  د هاموې ټانک په وسیله رامنځته شوې چې ۷ پولیس یې ټپیان کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک ښوونځي په اړوند سیمه کې نن سهار له چاودیدونکیو توکو ډک موټر د پولیسو لخوا له پېژندنې وروسته په نښه او له منځه وړل شوی دی.

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې ۱۲ پولیس ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...